ننګرهار کې یو افغان شاعر او ملګری یې وژل شوي

د عکس سرچینه، FB, Kagawal Basharee
د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې وسله والو کسانو یو شاعر او یو بل ولسي وګړي په ډزو وژلي دي. د ننګرهار چارواکي وایي، ولسي شاعر عصمت الله بشري نن له غرمې وړاندې د خوګیاڼو ولسوالۍ په زوړو بازار سیمه کې وژل شوی.
د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼي بي بي سي ته وویل، برید د بې غږه تفنګچې په وسیله شوی او بریدګر له سیمې تښتېدلی او پولیس یې په لټه کې دي.
له دغه شاعر سره د بل وژل شوي ولسي وګړي هویت لا نه دی څرګند او تراوسه چا د دغو وژنو مسوولیت نه دی منلی.

عصمت الله بشري کږه وال د خوږياڼو ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی شاعر و.
د هغه وژل کېدو په ټولنیزو رسنیو کې غبرګونونه راپارولي او پر ولایتي ادارې نیوکه شوې چې د هدفي وژنو مخنیوي کې پاتې راغلې.
دا په تېره یوه اونۍ کې په ننګرهار کې د هدفي وژنو څلورمه پېښه ده. دغه وضعیت د ننګرهار اوسېدونکي اندېښمن کړي.








