د پخواني شوروي مشهور شاعر یوګیني یوتوشینکو ومړ

د عکس سرچینه، Getty Images
روسی شاعر یوګیني یوتوشینکو د ۸۴ کلونو په عمر د زړه د ناروغۍ له کبله د امریکا په یوه روغتون کې ومړ.
ښاغلی یوتوشینکو د تېرې پېړۍ پنځوسمې او شپېتمې لسیزو پرمهال د پخواني شوروي اتحاد تر ټولو ډېر مشهور شاعرو.
د ده د "بابي یار" په نامه شعر ډېر مشهور دی.
دا د اوکرایین د هغې سيمې په اړه دی چې نازي ځواکونو د دویمې نړيوالې جګړې پر مهال پکې په دوه ورځو کې تر ديرشو زرو ډېر یهودان ووژل.
د نوموړي دغه قصیده بیا وروسته روسي موزیک غږوونکي دیمیتري شوستاکوویچ په ۱۳ شمېره سیمفوني کې وغږوله.
د روسیې خبري اژانس د شاعر د مېرمنې ماریا نوویکووا له خولې ویلي چې "څو دقیقې وړاندې هغه په ارامۍ داسې مهال ساه ورکړه، چې مینه وال یې څنګ ته ناست وو."
ژوند

د عکس سرچینه، Getty Images
یوګیني یوتوشینکو په ۱۹۳۲ کال زیږېدلی په ۱۹۴۹ کال یې شاعري پیل کړې او په ۱۹۵۲ کال یې د "راتلونکې لید" په نوم لومړنۍ شعري ټولګه خپره کړه، چې په دې سره نوموړی د پخواني شوروي اتحاد د لیکوالو ټولنه کې تر ټولو د کم عمر غړی شو.
بیا وروسته نوموړي تر ۱۵۰ ډېرې شعري ټولګې خپرې او چاپ کړې. همدا وو چې په ۱۹۶۳ کال د نوبل ادبیاتو جایزې ته ونومول شو.
د تېرې پېړۍ ۹۰مه لسیزه کې دغه روسی شاعر امریکا ته ولېږېد او په تولسا او اوکلاهوما پوهنتونونو کې یې تدریس پیل کړ.








