غني: ۵ کلونو کې د برېښنا عواید د ګمرکي عوایدو کچې ته رسوو

د عکس سرچینه، Getty Images
افغان ولسمشر اشرف غني وايي، راتلونکو پنځو کلونو کې به افغانستان د برېښنا لېږد له لارې هغومره عاید ترلاسه کوي لکه اوس یې چې افغان حکومت له ګمرکي عوایدو لري.
"د برېښنا له لېږد په کال کې یو میلیارد عاید ترلاسه کول بې منطقه خبره نه ده".
افغان ولسمشر وویل، چې د ده په مشرۍ د ملي یووالي حکومت له جوړېدلو مخکې د وارداتي او انتقالي برېښنا لپاره ځانګړی پلان نه و.
د هغه په خبره: "نن هم ازبکستان، هم ترکمنستان هم تاجکستان تیار دي چې ډېره تولیدي برېښنا موږ ته را کړي او له هغه مهمه دا چې نوره برېښنا تولیدوي او دا ځکه چې افغانستان کې ډاډمن بازار جوړ شوی او دریم له ټولو مهمه دا چې موږ برېښنا د عاید وسیله جوړو".
نوموړي تاجکستان کې وروستۍ غونډې او د کاسا زر پروژې یادونه وکړه، چې له دې لارې افغانستان د برېښنا له لېږد څخه عاید ترلاسه کوي.
افغانستان ته اړ پاکستان

د عکس سرچینه، Getty Images
افغان ولسمشر خبر غونډې ته دا هم وویل، چې افغانستان د منځنۍ اسیا او قفقاز د اقتصاد نه بېلېدونکې برخه ده.
"منځنۍ اسیا د افغانستان پر راتلونکي حساب کړی او دلته د ګټلو ګټلو خبره ده، برېښنا یې بې ګټې وه، خو له موږ سره نه یواځې په پیسو او اړیکو بدلېږي بلکې د نورې پانګونې سبب هم کېږي".
ولسمشر غني له منځنۍ اسیا سره د پاکستان د سوداګرۍ او انرژۍ په هکله هم خبرې وکړې.
د هغه په اند، که برېښنا لېږدول دي یا پټلۍ غځول دي، پاکستان له افغانستان پرته دغې موخې ته رسېدلی نه شي.
"پاکستان له موږ پرته مرکزي اسیا پورې تړلی کېدی شي؟ ثبات ته رسېدلی شي؟، نو خپلې ګټې ته باید وګوري موږ مثبت سیاست لرو، ګاونډی هم باید دې نتیجې ته ورسېږي چې افغانستان کې یو پیاوړی حکومت او د ملت په اراده جوړ دولت د ټولې سیمې په ګټه دی".
پر برېښنا بندونو پانګونه

د عکس سرچینه، Getty Images
په ورته مهال هغه وویل، چې د وارداتي برېښنا زیاتول یا لېږد په دې مانا نه دی چې له کورني چانس ډډې ته شي.
"موږ کجکي باندې پانګونه کوو، نورو(برېښنا بندونو) باندې پانګونې کوو".
د نوموړي په خبره، که دوامداره برېښنا نه وي نه به کرهنه وي، نه صنعت او نه خدمتونه:
"ننګرهار کې د هرات په څېر انساني ځواک شته خو برېښنا نشته. هرات کې وارداتي او سلما بند سره برېښنا برابره ده. فعال دی، خو ننګرهار کې چې همدغه انساني قوه او مالي پانګه شته، دا فعالیت نشته ځکه چې برېښنا نشته، نو ضرور دی چې ژر برېښنا ورته ولرو".
نوموړي دا هم وویل، چې د برېښنا برخه کې له چین سره هم د پانګونې خبرې شوې دي او له چینايي چارواکو سره په دې غږېږي چې د کونړ سیند ژر پر برېښنا بدل شي.
د نوموړي دا خبرې په داسې مهال دي چې د ایران ولسمشر په افغانستان کې پر برېښنا بندونو او ډنډونو جوړېدلو نیوکې کړې دي.
افغان ولسمشر د هغه اندېښنې ته په ځواب کې وویل، چې د هلمند تړون نړیوال منلی تړون دی.
"اوبه زموږ ابرو او عزت دی او حیثیت دی. اوبه مدیریت کېږي. پر سلما پخوا کار پیل شوی و. دا ستونزه وه چې کار یې وروسته بشپړ شو، سلما بند جوړ شو، کجکي جوړ شو، ټول بندونه کنټرولېږي".
د ترکیې د ایتلاف د غړو په هکله څرګندونې

د عکس سرچینه، Getty Images
اشرف غني د خپل لومړي مرستیال جنرال دوستم په هکله وویل، چې د لویې څارنوالۍ په اجازه د درملنې لپاره ترکیې ته تللی دی.
د هغه په خبره، د دوستم او اېشچي قضیه د لویې څارنوالي او نورو عدلي ارګانونو له خوا څېړل کېږي او حکومت پکې لاسوهنه نشي کولی.
نوموړي دا خبره رد کړه، چې ارګ کې پر واک انحصار دی، بلکې په وینا یې اوس له بل هر وخت ډېر پرېکړې په سلا مشوره کېږي:
"څوک چې نیوکې کوي ایا د امنیت شورا غړي نه دي، د امنیت شورا له غونډې پرته کله پرېکړه شوې ده. په کور کې هم سړی انخصار را وستلی نه شي، د افغانستان نظام مشورتي نظام دی".
نوموړي دا هم وویل، چې حکومتولي ډیسپلین غواړي او دا ډیسپلین نه دی چې د امنیت شورا غړي رسنیو ته ووځي او چغې ووهي.
د هغه اشاره د اجراییه ریاست دویم مرستیال محمد محقق ته وه، چې وايي، له جنرال دوستم او عطا محمد نور سره ایتلاف یې په حکومت کې د سمون لپاره دی.
ولسمشر غني دا هم وویل، چې د وزیرانو لرې کول د ولسمشر واک دی، خو څوک یې له واک لرې کړی نه دی بلکې حوصله یې کړې ده.
نوموړي د بلخ د والي عطام محمد نور په هکله هم وویل، چې افغانستان کې یو مهم سیاستوال دی، "خو هیله مې ترې دا ده چې مسوولانه چلند وکړي".
د ښاغلي ولسمشر دا خبرې په ترکیه کې د دې چارواکو د جوړ شوي ایتلاف د غړو په هکله دي چې په حکومت کې لوړپوړې څوکۍ لري او وايي، چې په اوسنۍ اداره کې سمون غواړي.
د دې ایتلاف غړي ارګ د واک پر انخصار تورنوي، خو ارګ یې دا ادعا ردوي.

د عکس سرچینه، Mohammad Mohaqeq/FB









