کابل ۵ سترو پروژو کې د چین او پاکستان همکاري غواړي

د عکس سرچینه، .
د افغانستان د مالیې وزارت چارواکي وايي، دغه هېواد له چین او پاکستان غوښتي چې له کابل سره د پنځو سترو اقتصادي پروژو په چارو کې مرسته وکړي.
دا غوښتنه په بېجینګ کې د افغانستان، چین او پاکستان ترمنځ د عملي همکاریو د خبرو لومړني پړاو کې شوې ده.
د افغانستان د مالیې وزارت د پالیسۍ او لوی اقتصاد رییس خالد پاینده وايي، په دې پروژو کې درې پټلۍ غځول راځي، چې د کابل - پېښور، کندهار- چمن او هلمند بارامچه ترمنځ به پرې اورګاډي ټرانزېټ مال لېږدوي.
د نوموړي په خبره، د کابل پېښور ټرانزیټي سړک او د کونړ د بند پروژه او دوه نورې پروژې دي چې په پیلولو او بشپړولو کې یې د اسلام اباد او بېجنیګ مرسته غوښتل شوې ده.
خو پاکستان تل پر کونړ سیند د برېښنا بند جوړولو سره حساسیت ښيي، مګر ښاغلی پاینده وايي، چې دا بند به داسې جوړېږي چې افغانستان او پاکستان دواړو ته به یې ګټه رسېږي.
د سیمې پراختیا لپاره د چین هوډ

په دغه ناسته کې درې واړو لورو ټینګار کړی چې د کابل، اسلام اباد او بېجینګ ترمنځ همکاري به په افغانستان او سیمه کې له سولې، ټیکاو او پرمختګ سره مرسته وکړي.
په ورته مهال کابل کې د چین سفیر یاو جینګ له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، چې د یوه کمربند او یوې لار د طرحې موخه دا ده چې د سیمې په پراختیا کې چین خپله ونډه ډېره کړي.
د نوموړي په خبره، که له ۲۰۱۴ کال وروسته د چین پالیسۍ وکتل شي، په تېره د افغانستان د ملي یووالي حکومت له جوړېدو وروسته نو بېجینګ سیمه ییز نوښت پیل کړی:
"دا نوښت د ورېښمو لار اقتصادي کمر بند دی، دا کمربند اساساً جعرافیايي مفهوم نه لري، بلکې د سیمې په پراختیا کې د چین ونډه ده. اصول دا دي چې موږ یو بل ته مشهوره ور کوو، له یو بل سره جوړېږو او شریکېږو".
"یو کمربند، یوه لار"

د عکس سرچینه، Getty Images
په دغه ناسته کې د درېیو هېوادونو استازو د زېربنا، انرژۍ، کرنې او روغتیا په برخو کې د عملي همکاریو پر پیلولو خبرې وکړې.
د دغو همکاریو ډېره برخه د "یوه کمربند او یوې لارې" طرحې په چوکاټ کې کېږي چې چین یې وړاندیز کړی دی.
د چین ولسمشر شي جن پینګ د مۍ پر ۱۵ د مختلفو هېوادونو د مشرانو په شتون کې د نوې ورېښم لار د بیا ژوند کولو خبره وکړه.
هغه ژمنه وکړه چې د دې لارې د ژوندي کولو لپاره به ۱۲۴ میلیارد ډالره پانګونه وکړي.
نوې ورېښم لار چې رسمي نوم یې "یو اقتصادي کمربند، یوه لار" ده. نوموړي یې خبره اول ځل پر ۲۰۱۳ کال پورته کړه.
د پروژې جوړښت

د عکس سرچینه، Getty Images
دا پروژه له دوو برخو جوړه شوې: د ورېښم لار اقتصادي کمربند او سمندري ورېښم لار.
د دې پروګرام موخه د پخوانۍ ورېښم لار هېوادونو په اوږدو کې همغږې او یو موټې اقتصادي سیمه رامنځ ته کول دي، خو تر دوی نه محدودېږي، بلکې د پاکستان په ګډون ختیزې او سوېلي اسیا ته هم غځېږي.
نوې ورېښم لار له شمالي، منځنۍ او سوېلي برخو جوړه ده، شمالي برخه یې چین د منځنۍ اسیا هېوادونو(قزاقستان، قرغزیستان، تاجکستان، افغانستان، ترکمنستان او ازبکستان) له لارې له روسې او اروپا سره نښلوي.
د منځنۍ برخې لار یې له منځنۍ اسیا څخه ایران، خلیج، ترکیې او مدیترانې ته رسېږي.
سوېلي برخه یې له چین پیل او سوېل ختیزې اسیا، جنوبي اسیا، پاکستان او هند سمند ته رسېږي.
د دې لارې هېوادونه تر ډېره د اسیا بېخ بنا پانګونې بانک غړي دي چې د چین په نوښت جوړ شوی دی.
افغانستان د اسیا پراختيايي بانک سره یو ځای کېدل غواړي او د اسیا بېخ بنايي پانګونې بانک اساسنامه هم په افغان کابینه کې منل شوې او د ولسي جرګې تصویب ته منتظره ده.

د عکس سرچینه، Getty Images









