د چین غوړېدونکی اقتصاد او اړوندې اندېښنې
د ۲۰۰۸ کال اقتصادي کړکېچ چې امريکا او اروپا یې ولړزوله، د اندېښنو پر خلاف يې پر چين ډېر اغېز ونه کړ.
خو اوس داسې وېره راپورته شوې چې د دغه هېواد اقتصاد کې د ملکيتونو پړسوب په چاودېدو دی.
په داسې حال کې چې ډېر د چين پر اقتصادي غوړېدا رخه لري، اوس په کې د پورونو او ملکيتونو زياتېدونکي پړسوب ځينې اقتصاد پوهان اندېښمن کړي دي.
د ملکيتونو او کورونو پړسوب د بيو چټک زياتوالی دی، چې پر اقتصاد زيانمنوونکی اغېز پرېږدي.