افغانستان وېسټ انډیز ته په ۶۳ منډو ماته ورکړه

افغان کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، راشد ارمان د وېسټ انډيز اووه لوبغاړي وسوځول او د نننۍ لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو

د افغانستان او وېسټ انډيز تر منځ د دريو يو ورځنيو لوبو د لړۍ لومړۍ افغانستان په ۶۳ منډو وګټله.

د نننۍ لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی يې د منډې جوړولو پرېکړه وکړه.

افغان لوبډلې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو په ۵۰ اورونو کې ۲۱۲ منډې وکړې. وېسټ انډيز لوبډله ونشوای کړای ټاکلی هدف پوره کړي او ټول لوبغاړی يې د ۱۴۹ منډو په جوړولو سره وسوځېدل.

له افغان توپ وهونکو جاويد احمدي تر ټولو ډېرې ۱۰۲ منډې وکړې، پر ده سربېره ګلبدين نايب ۴۱، محمد نبي ۲۷ او سميع الله شينواري ۲۲ منډې جوړې کړې.

بله پلو له وېسټ انډيز لوبډلې څخه هوپ د ۳۵ او جوزف د ۲۷ منډو په جوړولو وتوانېدل.

په نننۍ لوبه کې افغان توپ اچوونکی راشد خان ښه وځلېد، نوموړي د وېسټ انډيز اووه مهم لوبغاړي په ۱۸ منډو وسوځول او د نننۍ سيالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.

راشد خان د غوره لوبغاړي جايزه د کابل بريد قربانيانو ته ډالۍ کړه او له افغانانو يې د دعاوو غوښتنه وکړه.

افغان کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دا لومړی ځل دی چې افغانستان په يوې ورځنۍ سيالۍ کې وېسټ انډيز ته ماته ورکوي.

پر ده سربېره دولت ځدراڼ دوې او ګلبدين نايب يوه وېکټه واخيسته.

دا لومړی ځل دی چې افغانستان په يوې ورځنۍ سيالۍ کې وېسټ انډيز ته ماته ورکوي.

د افغانستان او وېسټ انډيز تر منځ راتلونکې لوبه د جون مياشتې پر ۱۱ نېټه ده.