ارګ: حکومتي چارواکي دې مسوولانه عمل وکړي

د عکس سرچینه، FB/SalahudinRabbani
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د بهرنیو چارو د وزیر صلاح الدین رباني تر نننیو څرګندونو وروسته، له دولتي چارواکو غوښتي چې د "د موضوعاتو په برخه کې مسوولانه عمل وکړي".
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې اعلامیې په خپرولو اوسنیو سیاسي تاوتریخوالو کې پر ښکېلو کسانو غږ کړی چې د "وخت د حساسیت" له په پام کې نیولو سره دې د افغانستان "دښمنانو" ته د تفرقې اچولو وخت ورنه کړي او د مسولیت احساس وکړي.
نن د افغانستان اسلامي جمعیت سرپرست مشر او د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني یوه کنفرانس کې وویل، د امنیتي ادارو مشرتابه د افغان ولس د امنیت ساتلو او له ترهګریزو شبکو سره د مقابلې پوره وړتیا او اراده نه لري.

د عکس سرچینه، Getty Images
ښاغلي رباني وغوښتل چې "د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر، د ملي امنیت ادارې مشر او د نورو امنیتي ادارو مشران باید ګوښه شي او پر ځای یې باید وړ کسان وګومارل شي".
خو ارګ د ښاغلي اتمر څوکۍ په امنیتي سکتور کې "غیر اجراییوي" بللې او ټینګار کوي چې ښاغلی اتمر "خپله دنده په ډېر صداقت" تر سره کوي.
د دې ترڅنګ چې ارګ کابل کې د وروستیو بریدونو پلټنې کې د"روڼتیا" وعده کړې، د امنیتي چارواکو د ګوښه کولو غوښتنو ته په اشارې وايي چې دا "د وسله والو ځواکونو د پاشل کېدو او اندېښنې لامل کېږي" او هسې د عامو وګړو ته "ذهنونه اندېښمنوي".
ټاکل شوې ده سبا د "کابل پروسې" ناسته ترسره شي چې ګڼ افغان مشران او نړیوال به د افغانستان پر اوسني وضعیت په کې خبرې وکړي. ولسمشرۍ ماڼۍ د دغه "بهیر "پر وړاندې خنډ جوړول د افغانستان د ملي ګټو پر ضد کار بللی دی.








