جنازې کې د برید په تړاو یو کس کابل کې نیول شوی

د عکس سرچینه، EPA
د افغانستان ملي امنیت ریاست وايي، داسې کس یې نیولی چې د سالم ایزدیار د جنازې په مراسمو کې ده هم د برید پلان درلود. پرون د سالم ایزدیار د جنازې مراسمو کې درېیو ځانمرګو بریدونو کې اووه کسان ووژل شول او تر سلو ډېر ټپیان شول.
د سالم ایزدیار د جنازې مراسمو کې د ځانمرګي برید د ارزونې لپاره د افغانستان د ملي امنیت شورا له ناستې څو ګړۍ وروسته ملی امنیت د دغه کس د نیولو اعلان وکړ چې د دوی په وینا د بریالی په ترسره کولو نه دی بریالی شوی.
د دې ادارې په خبره، دا برید هغو کسانو کړی، چې د پاکستان د کوټې په یوه مدرسه کې روزل شوي ول.
طالبانو له دغې ډلې سره د نیول شوي کس تړاو رد کړی دی.
دا اداره د انځورونو په خپرولو سره وايي، چې د جنازې په مراسمو کې بریدګرو باروت په بوټونو کې "په ډېر مهارت سره " پټ ايښي ول چې په اسانه د امنیتي ځواکونو له تلاشۍ تېر شوي.
د ملي امنیت اداره زیاتوي، ۱۲ داسې کسان یې هم نیولی چې د کابل په مختلفو سیمو کې یې د بریدونو پلان درلود.

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان د مشرانو جرګې د لومړي مرستیال زوی سالم ایزدیار چې د جنازې مراسمو کې يې پرون ځانمرګي بریدونه وشول، تر هغه یوه ورځ وړاندې د حکومت پر ضد مظاهرو کې مړ شو.
د ملي امنیت شورا د یکشنبې ورځې غونډه کې له هغو کسانو سره د جدي او قانوني چلند خبره شوې چې د دې مراسمو په امنیت ټینګولو کې یې بې غوره کړې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
د غبرګونونو په بهیر کې د افغانستان د نوې ملي جبهې مشر انوار الحق احدي د خلکو د مظاهرو ملاتړ وکړ خو په مظاهرو کې یې د قومي شعارونو له ورکولو سره مخالفت څرګند کړ.
ښاغلي احدي وویل: "سیاسي مشران باید خپلې غوښتنې په نورو وختو کې مطرح کړي نه په داسې مظاهرو کې ".
د "دولت کمزورتیا " هغه څه دي چې د ښاغلي احدي په وینا ټولو ته د درک وړ دی او مظاهره کوونکي کولی شي د قانون په چوکاټ کې عمل وکړي.
دا غبرګون داسې مهال ښودل کېږي چې د افغانستان لوی څارنوال فرید حمدي د ملي امنیت شورا وروستۍ غونډه کې وویل، لویه څارنوالي چمتو ده، چې د جمعې ورځې پر مظاهره چیانو د ډزو کولو پېښه وڅېړي.









