د کونړ پر مرکز او ولسوالیو بریدونه شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, نعمت الله کریاب
- دنده, بي بي سي
په کونړ کې پر مرکز او ولسوالیو هم مهاله بېساري توغندیز بریدونه شوي چې درنه مرګ ژوبله ورسره ملګرې وه.
په مرکز اسد آباد کې دوه جګپوړي ولایتي چارواکي وژل شوي، خو چارواکي وایي په چپه دره کې چې له ځپل شویو ولسوالیو څخه یوه ده، شل وسله وال او څلور امنیتي کارکوونکي وژل شوي دي. جګړه ددغې ولسوالۍ د نیولو لپاره پیل شوې وه.
که څه هم د تلفاتو له اړخه د چپې درې جګړه سخته وه، خو پر اسد اباد توغندیزو ګوزارونو د څو ساعتونو لپاره بازار وتاړه.
د کونړ دوالي ویاند عبدالغني مصمیم وايي توغندیو د ولایتي ادارې د بشري سرچینو رییس او د مخابراتي خدمتونو د تنظیم د اداري ولایتي مشر وژلي دي.
ښاغلی مصمیم په چپه دره کې وسلوالو مخالفینو ته اوښتي زیان د حکومتي سرتېرو پرتله څو ځلې زیات بولي.
بل لور ته وسله وال طالبان پر آسداباد دوار شویو توغندیو د بریدونو تر څنګ په چپه دره کې د څو پوستو د ولکه کولو او ۲۰ حکومتي سرتېرو د مرګژوبلې ادعا کوي.
په وټپور ولسوالۍ کې هم د جګړې له امله یوه مېرمن او یوه ماشومه سخت ټپیان شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
په یوه بل راکیټي برید کې آسداباد ته څېرمه دوه نور غبرګوني کوچنیان وژل شوي.
چارواکي وايي جګړه د چپې درې ولسوالۍ نیول کېدو په موخه پیل شوې وه، خو په شا وتمبول شوه.
تر یو څه مودې کرارۍ وروسته دا په کونړ کې په یوځلي په څو ځایونو همهاله جګړه ده ،چې طالبان ېې د منصوري عملیاتو برخه بولي.








