'کونړ کې د 'لشکر طیبه' ۱۹ غړي وژل شوي'

د عکس سرچینه، AFP
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د ختیځ کونړ ولایت په دانګام ولسوالۍ کې یوې اړوندې سیمې کې د پاکستانۍ 'لشکر طیبه' اورپکې ډلې ۱۹ غړي په یو هوايي برید کې وژل شوي او اته نور ټپیان شوي.
سرچینه وايي، دغه کسان تېره ورځ د دانګام ولسوالۍ په ایروګوی کلیواله سیمه کې وژل شوي.
بل خوا، د کونړ سیمه ییز چارواکي وايي، د دانګام ولسوالۍ د برید لپاره سلګونه وسله وال د کونړ د بېلابېلو ولسوالیو او د ډیورنډ کرښې له بلې غاړې نه راټول شوي.

د عکس سرچینه، AFP
د کونړ د پولیسو مشر پاسوال جمعه ګل همت وایي، تېره ورځ په دانګام کې د هوایي بریدونو ډېری وژل شوي د 'لشکر طیبه' اورپکې ډلې پاکستاني جنګیالي دي.
وسله وال طالبان وایي بمبار شوی، خو مرګ ژوبله نه لري.
د کورنیو چارو وزارت وايي، دانګام کې یې د اورپکو د ځپلو لپاره عملیات دوام لري.
څو ورځې وړاندې، امریکايي چارواکي وویل، د دغه هېواد د بې پیلوته الوتکو په برید کې د افغانستان د شمال ختیځ لپاره د القاعده مشر او د هغه مرستیال ووژل شول.

د عکس سرچینه، Alamy
یوه امریکايي پوځي چارواکي له نوموښودنې پرته اې اېف پي خبري اژانس ته ویلي، دا برید یې تېره یکشنبه د کونړ ولایت په غازي اباد ولسوالۍ کې شوی دی.
په برید کې فاروق القحطاني او د هغه مرستیال بلال المعتبي وژل شوي دي.








