کونړ کې درنې چاودنې

د عکس سرچینه، b
کونړ تېره شپه داسې سترو چاودنو لړزولی چې غږ او درز يې لر بر خلک نه یوازې راویښ کړي چې بوږنولي يې هم دي.
په اسعد اباد کې د بي بي سي خبريال نعمت الله کرياب وايي "د ځمکې مخ تېره شپه څه باندې یولس بجې درانه ټکانونه وخوړل، او هر چا فکر کاوه چې چاودنې يې د کور منځ کې شوې دي."
په دې تېره نژدې موده کې د افغان ځواکونو او وسله والو اورپکو ترمنځ په دانګام کې هم د درنو نښتو راپورونه ورکړل شوي دي.
د بي بي سي خبريال وايي "لا هم د دغو هېښونکو چاودنو پر ځمکه نښې نښانې نشته. خو د چاودنو پر وخت د ډرون الوتکو غږونه هم اورېدل شوي دي."
د کونړ د پولیسو مشر عبدالحبیب سیدخېل وايي یوې الوتکي په مرورې، دانګام او ناړۍ ولسوالیو کې ۳ ستر او خرواریز بمونه غورځولي، خو ده ته يې د مرګژوبلې په اړه مالومات نشته.
هغسې چې ویل کېږي په دغو سیمو کې پر ځمکه د چاودنو پاتي شوني هم تر اوسه چا نه دي لیدلي.
زموږ خبريال نعمت الله کرياب وايي "دا د ۲۰۰۱ کال راهیسې په دې سیمه کې د خپل ډول د تر ټولو سترو چاودنو غږونه دي".
کونړ چې پر ډېورېنډ کرښه پروت دی، د افغانستان له نارامو ولايتونو ګڼل کېږي، او له ګاونډي نورستان سره په ګډه له څو کلونو راهيسې په کې خرپ او ترپ جګړې کېږي.
پر دې سربېره د ډېورېنډ افغانستان اړخ استوګنو تل پر پاکستان اړخ د توپونو ګوزارونو تور هم لګولی، خو پاکستان بيا دا تورنه رد کړي دي.








