ماین چاودنې د زابل شنکۍ ولسوالۍ امنیه قومندان وژلی

د عکس سرچینه، Getty Images
د زابل سیمه ییز چارواکي وايي، ددغه ولایت شنکۍ ولسوالۍ امنیه قومندان سیف الله هوتک د ماین په چاودنه کې وژل شوی دی.
د زابل د سیمه ییزې ادارې ویاند ګل اسلام سیال وایي، دا پېښه تېره شپه رامنځ ته شوې.
سیال وایي، وسله والو طالبانو د سیوري ولسوالۍ پر امنیتي پوستو برید کړي و او هوتک په سیمه کې د افغان ځواکونو د مرستې په موخه روان و.
نوموړی وايي، د لاري په اوږدو کې د شنکۍ د امنیه قومندان سیف الله هوتک پر موټر د سړک غاړې ماین چاودلی.
د زابل د والي ویاند وایي، چاودنه کې امنیه قومندان او یو ملګری یې وژل شوی او درې نور ټپيان شوي دي.








