د سولې عالي شورا وايي بودیجه يې نوره نشته
- Author, سید عبدالله نظامي
- دنده, بي بي سي
د افغانستان د سولې عالي شورا سرچینو بي بي سي ته ویلي، د دغه شورا بودیجه چې د غړو تنخاګانې هم په کې راځي، سر له ننه نه شته. د سرچینې په خبره میاشت وړاندې هم د سولې عالي شورا د سمبالښت پیسې نه وې، خو د ملګرو ملتونو په غوښتنه بریتانیا د مارچ میاشتې لګښتونه او معاشونه ورکړل.
خو اوس داسې ښکاري چې د ددې میاشتې او راتلونکو لګښتونو پیسې نه لري.
د سولې د عالي شورا مرستیال عبدالکریم خدام بي بي سي ته ومنله چې شورا له مالي ننګونو سره مخ ده، خو وايي له ولسمشرۍ ماڼۍ او اجراییه ریاست سره په دې تړاو خبرې کوي او تمه لري ستونزې به یې هوارې شي.
د حکومت یوه ویاند بي بي سي ته ویلي همدا نن په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د سولې د هڅو لپاره په یوې اډانې بحث کېږي چې له مخې به یې ددې شورا راتلونکی او همدا ډول د سولې هڅو ته د ولسمشر غني په مشرۍ د حکومت یوه نوې تګلاره مالومه شي چې څنګه د سولې اړوند اغېزمن ګامونه پورته شي.
په دغه ناسته کې د امریکا، بریتانيا، سوېلي کوریا او د ملګرو ملتونو استازي برخه لري.

د عکس سرچینه، hpc.org.af
ویل کیږي ولسمشر غني د شورا له اوسني جوړښته چندان خوښ نه دی نو ځکه ټینګار په دې کوي چې افغان سولې ته دې یو نوی میکانیزم جوړ شي.
د سولي عالي شورا یو شمېر غړي وايي، حکومت تر ډېره د دوی واکونه ولسمشرۍ ماڼۍ ته لېږدولي، ځکه خو د حزب اسلامي له مشر ګلبدین حکمتیار سره د پخلاینې په تړاو د اړیکو او خبرو اترو چاره د ولسمشر نژدې ملګرو پرمخ وړه.

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images
که څه هم افغان حکومت پخواني جهادي مشر پیر سید احمد ګیلاني ټاکنه ددغه شورا مشرۍ ته له نویو بدلونونو سره یوځای خبره یادوله خو د ښاغلي ګیلاني له مرګ ټیک دوه میاشتې وروسته دا دی د شورا له مالي ستونزو پرده پورته کېږي.
د سولې عالي شورا په ۲۰۱۰ زیږدیز کال کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي له لوري د سولې د مشورتي لویې جرګې له رابللو وروسته د پخواني جهادي مشر برهان الدین رباني په مشرۍ جوړه شوه.
ښاغلی رباني چې له طالبانو سره د دوښمنۍ تېر درلود، نیوکه پرې دا وه چې یو منځګړی او بې پرې کس دې په دغه دنده وای.
برهان الدین رباني د ۲۰۱۱ په سپټمبر کې یو ځانمرګي برید وواژه، وروسته یې زوی صلاح الدین رباني ځای ناستی شو.

د عکس سرچینه، AFP
له هغې لومړۍ ورځې ددغه شورا پر جوړښت او چارو نیوکې کېدې چې ګواکې اغېز یې نشته داسې چې له ډېرو لګښتونو سره سره دغه شورا ونه توانېده چې د حکومت مخالفه وسله والو ډلو له یوه اړخ سره دې د پخلاینې او روغې جوړې تار وغځوي.
خو د سولې عالي شورا وايي تېرو څو کلونو کې د ټیټې کچې ګڼ وسله وال د پخلاینې له بهیر سره ملګري کړي او عادي ژوند ته یې ګرځولي.









