غني: عطا محمد نور د لویو کارونو ترسره کولو وړتیا لري

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, امیر بریال
- دنده, بي بي سي مزار شریف
افغان ولسمشر محمد اشرف غنی مزارشریف ته د خپل سفر پرمهال د بلخ والي عطا محمد نور ستاینه کړې او ویلي یې دي، هغه دلویو کارونو ترسره کېدو وړتیا لري.
د بلخ والي بیا ویلي، چې ولسمشر ته ځینې دروغجن رپوټونه ور رسېږی.
بل لور ته د ښاغلي غني یوه ویاند شاه حسین مرتضوي ویلي، د بلخ والي به افغان ولسمشر ته ژر خپله استعفا وړاندې کړي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غنی په دغه لیدنه کې د بلخ والي عطامحمد نور وستایه او ویې ویل، د نوموړي غوښتنې تل د بلخ لپاره وي، نه د ځان لپاره. د ټول افغانستان دامنیت لپاره وی نه د هغه شخصي.
هغه وویل، د ښاغلی نور طرحې افغانستان شموله دي او خلک پرې د هغه د کارونو له امله باور لري.
ښاغلي غني د ښاغلي نور ټولنیزې او اقتصادی لاسته راوړنې ښې وبللې او زیاته یې کړه نوموړی تر دې هم د لویو کارونو ترسره کولو وړتیا لري، وايي انشالله ترسره به يي کړي.
افغان ولسمشر په دغه ناسته کې وویل، بلخ، هرات او کندوز به د اورګاډي پټلۍ له لارې له یوبل سره ونښلول شي، چې وروسته به ایران او چین هم له افغانستان سره د دغې ریل پټلۍ له لاری ونښلي.
بل لور ته د ښاغلي غني یوه ویاند شاه حسین مرتضوی ویلي، د بلخ والي به دافغانستان ولسمشر ته ژر خپله استعفا وړاندې کړي.
د بلخ والي ولسمشر غني ته په خطاب کې وویل، ځینې هغه خبرونه چې دولسمشرۍ ماڼۍ ته ور رسول کېږی ناسم دي.
'' د اعلی سر قومندان په توګه ستاسو پاملرنه ملت، هېواد، نظام، دولت او حکومت ته دژوند په معنی ده، خو ځینې خبرونه تاسو ته دروغجن در رسېږي، ناسم معلومات تاسو د اطلاعاتو په تشه کې ساتي، سم معلومات هغه دي چې څوک خپلی نیمګړتیاوې او ستونزې ووایی، چې په اصلاح پسي یې راووځو ''
ښاغلي نور زیاته کړه چې دافغانستان جګره سیمه ییزه او د سیمې تر کچې اوښتې جګړه ده خو قرباني افغانان ورکوي.
هغه وویل، چې دا داسلامی دولت نومې ډلې یا داعش او طالبانو جګړه نه ده.
عطا محمد نور څو ورځې وړاندی وویل، غواړي له خپلي دندې استعفا ورکړي، خو په دې شرط چې ولسمشر ورسره کړې ژمنې عملي کړي.

د عکس سرچینه، ARG
دا معلومه نه ده، چې ولسمشر غني له نور سره څه ډول ژمنې کړې، خو د نن خبرو کې دغې موضوع ته اشاره نه ده شوې.
ولسمشر په مزارشریف کې د تعلیمي کال د پیل په توګه د یوه ښونځي زنګ وګرنګاوه او د روضې د جومات د تالار پرانیسته ېې وکړه.
شاغلی نور د ولسمشرۍ ټاکنو او له هغه راوروسته مودې کې د ولسمشر غني سخت مخالف و او د اجراییه رییس عبدالله عبدالله نژدې ملګری و، خو اوس د جمیعت ګوند په استازیتوب له ولسمشر غني سره د واک او چوکیو د وېش پر سر خبرې کوي. نوموړي څو ورځې وړاندې وویل، له ښاغلي عبدالله یې لار بېله کړې ده.








