تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د طالبانو مشر د ونو کښېنولو غوښتنه کړې
د افغان طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده له افغانانو غوښتي چې د "ځمکې د سمسورتیا لپاره" نورې ونې کښېنوي.
نوموړي دا څرګندونې د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له لوري په څلورو ژبو یوې خپرې کړې ویناپاڼې کې کړې دي.
په وینا پاڼه کې ملا هبت الله له ولسي افغانانو او او طالب جنګیالیو غوښتي چې "د نيالګيو د کښېنولو د موسم په رارسېدو په خپله شاوخوا کې يو يا څو مېوه دار يا غير مېوه دار نيالګي د ځمکې د سمسورتيا او د الله تعالی د مخلوقاتو د ګټې لپاره کښېنوي."
نوموړي دا څرګندونې داسې مهال کړې، چې افغانستان د ځنګلونو د وهلو له ستونزې سره مخامخ دی.
د افغانستان په ګڼو غرنیو سیمو کې د چارتراش لپاره ونې او ځنګلونه وهل کېږي او په قاچاقي ډول لېږدول کېږي او خرڅېږي.
د چاپېریال ساتنې اړوندو مسلو په اړه طالبان ډېرې کمې ویناپاڼې خپروي.
اخوندزاده، چې په تېره مې میاشت کې د افغان طالبانو مشر وټاکل شو، د یوه پوځي مشر په پرتله له مذهبي اړخه قوي اعتبار لري.
د طالب مشر د د یکشنبې ورځې ځانګړي پیغام کې د "نيالګي کښينول د يوه ولس د اقتصاد په پرمختيا او د ځمکې په سمسورتيا کې مهم رول لري... که د ځمکې په سر کرهنه او نيالګي کښېنول له منځه لاړ شي، ژوند هم له منځه ورسره ځي."
په افغانستان کې پر طالبانو تور پورې کېږي، چې تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د کوکنارو له کروندو او کاروباره ډېره ګټه اخلي.
د طالبانو اسلامي تحریک تر ۱۹۹۶ پورې د هېواد پر ډېری خاورې واکمنه وه، خو په ۲۰۰۱ کال د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف له بریدونو وروسته یې د واکمنۍ ټغر ټول شو.
افغان حکومت تر اوسه هڅه کوي طالب مشران د وسلې اېښودو، سولې او له حکومت سره پخلاینې ته راضي کړي، خو مشرانو یې تر اوسه سولې ته غاړه نه ده اېښې.