تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
غني: د طالبانو مشر دې د م. م د بندیزونو لست کې شامل شي
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ملګرو ملتونو د بندیزونو له کمېټې غوښتي چې د طالبانو مشر ملا هبت الله او نور 'ترهګر' دې د ملګرو ملتونو د بندیزونو لست کې شامل شي.
له ارګه په خپره شوې ویناپاڼه کې راغلي، ولسمشر غني د یکشنبې په ورځ (لړم ۲۳) د ملګرو ملتونو د بندیزونو د کمېټې له پلاوي سره وکتل.
د ملګرو ملتونو ددغه پلاوي مشر ګیرارد وان بوهیمن ښاغلي غني ته وویل، دغه سازمان غواړي چې د افغانستان د سولې بهیر او همدارنګه د ''ترهګرو'' له لارې د بانکي پیسو د کنټرول سیستم مالي ملاتړ وشي او په دې برخه کې ملګري ملتونه له افغان دولت سره همکاري کوي.
نوموړي د ملګرو ملتونو په تور لست کې د طالبانو د مشر د نوم شاملولو په تړاو وویل، د کابل پر دغه وړاندیز به غور وکړي.
له حزب اسلامي سره د سولې پر تړون هم د ملګرو ملتونو دغه پلاوي او ولسمشر خبرې وکړې.
ښاغلي غني له ملګرو ملتونو غوښتي چې جرمي اقتصاد د ''ترهګرو'' د تمویل لامل ګرځي چې ددغه اقتصاد ډېری برخه پر نشه يي توکو ولاړه ده.
ده وویلو د نشه يي توکو کښت، تولید، قاچاق او خرڅلاو باید له منځه ولاړ شي.
ولسمشر غني ناقانونه کانون کیندنه د ''ترهګرو'' د دویمې مالي سرچینې په توګه یاده کړه، چې په وینا یې، د ملي یووالي حکومت په تېرو دوو کلونو کې د کان کیندنې تړونونه د مدیریتي ظرفیت جوړونې په موخه درولي دي.
ده وویل، دا مهال په افغانستان او سیمه کې شاوخوا ۳۰ ترهګرې ډلې فعالې دي چې سیمې او ګردې نړۍ ته یې لوی سرخوږی جوړ کړی او له دې پدیدې سره د مبارزې لپاره یوې ستراتیژۍ او منځ مهاله پروګرام ته اړتیا ده.
ولسمشر غني وویل، د ځینو هغو هېوادونو پروړاندې باید ښکاره دریځ ټینګ شي، چې ترهګرو ته پټنځایونه ورکوي او د هغوی په سبمالتیا یې لاس پورې کړی دی.
ده وویل، داسې تګلاره هم باید جوړه شي چې څرنګه تورې پیسې پر سپینو هغو اړول کېږي او بالاخره پای کې د ترهګرو جیبونو ته رسېږي.