تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مسکو کې د افغان سولې په تړاو غونډه
په پام کې ده د چارشنبې په ورځ (سلواغه ۲۷مه) د روسیې په مسکو کې د افغانستان د سولې په تړاو شپږ اړخیزه غونډه جوړه شي، چې د روسیې، چین، ایران، هند، پاکستان او افغانستان استازي یې ګډونوال دي.
په دې ناسته کې د یادو شپږو هېوادونو د بهرنیو چارو مرستیال وزیران یا د هغوی استازي ګډون لري.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني بي بي سي ته ددغې غونډې د اجنډا په اړه ویلي، چې د برخه اخیستونکو هېوادونو له خوا به د افغانستان د سولې پر هلو ځلو خبرې وشي.
هغه زیاته که، په پام کې ده چې چې د سولې په تړاو د همکاریو د همغږي کولو په باب هم خبرې وشي.
د چارشنبې ورځې په دې ناسته کې امریکا حضور نه لري.
د تېر کال ډسمبر میاشت کې هم د پاکستان او چین په ګډون مسکو کې د افغان سولې په تړاو ورته ناسته جوړه شوه، چې د امریکا او افغانستان استازو ګډون پکې نه درلود.
د روسیې، چین او پاکستان استازو له تېرې غونډې وروسته وویل، د افغان سولې رسېدو لپاره د بندیزونو له لسته د ځینو طالب مشرانو د نومونو ایستلو ته چمتووالی نیسي.
یادې غونډې ته د افغانستان نه وربلل د افغان دولت د توند اعتراض لامل وګرځېد.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د تېر کال نومبر میاشت کې او د یادې ناستې له جوړېدا څو ورځې وړاندې، له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د طالبانو د مشر ملا هبت الله نوم دې د دغه سازمان د بندیزونو په نوملړ کې اضافه شي.
هند
د هند ټایمز اف انډیا ورځپاڼې په مسکو کې د افغانستان په تړاو جوړېدونکې نننۍ غونډې په تړاو یو مطلب خپور کړی او ویلي یې دي چې په دې غونډې کې به د هند استازیتوب د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ګوپال باګلی کوي.
د ورځپاڼې په خبره، هند وروسته له هغې په دې غونډه کې ځان ور ګډ کړ، چې تېره میاشت یې د ملي امنیت سلاکار مسکو ته سفر وکړ او هلته یې له روسي چارواکو سره په افغانستان کې د هند د ګټو په اړه خبرې وکړې. هند ته هم د افغانستان په څېر په دې اړه تېرې غونډې کې د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې.
ورځپاڼه وايي، له کله چې ضمیر کابلوف د روسیې لخوا د افغانستان او پاکستان لپاره ځانګړی استازی ټاکل شوی، د افغانستان د راتلونکي په اړه د روسیې او هند په نظر کې ښکاره توپیر راغلی دی.
د روسیې لویه اندېښنه اوس په افغانستان کې د "اسلامي دولت" په نامه وسله واله ډله یا داعش ده، چې منځنۍ اسیا او ځان ته یې ګواښ ګڼي او د دې ډلې د ځپنې لپاره غواړي چې له طالبانو سره لاس یو کړي.
ټایمز اف انډیا وايي، هند هم په افغانستان کې د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې پلوي کوي، خو په وینا یې په دې برخه کې باید له نړیوالو سرو کرښو تېری و نه شي.
نو د ورځپاڼې په باور له همدې امله به په دې غونډه کې د دغو څلورو هېوادونو دریځ یو ډول او د هند هغه به ورسره مخالف وي.