هلمند کې د ناټو هوايي برید 'طالبان او ولسي وګړي وژلي دي'

د عکس سرچینه، Getty Images
افغانستان کې د ناټو ځواکونه وايي، تېره شپه يې د هلمند سنګین ولسوالۍ کې له افغان ځواکونو د ملاتړ په موخه پوځي عملیات کړي. د سیمې وګړي وايي په دغه عملیات کې "لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي چې لویه برخه یې ملکیان دي " .
بله خوا هلمند کې افغان چارواکي وايي، د دوی د مالوماتو پر بنسټ وژل شوي ټول وسله وال طالبان دي خو د ملکي خلکو د وژل کېدو د ادعاوو د سپیناوي لپاره به پلاوی وګماري. ناټو هم ویلي چې د پېښې په اړه به پلټنه وکړي.
طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ویلي.
ویل کېږي پېښه د سنګین په کلمیان سیمه کې شوې چې یو جومات او ترڅنګ یې کور په برید کې ویجاړ شوي.
عیني شاهدان وايي چې د دواړه ادعاوې سمي دي. په برید کې هم وسله وال طالبان او هم ملکي خلک وژل شوي.
د دوی په وینا ولسي وګړي هغه مهال ووژل شول چې په جومات کې وسله والو طالبانو باندې برید وشو او ترڅنګ یې کور هم ویجاړ شو.
د سیمې خلک وایي په دغه کور کې د یوې کورنۍ ځینې سړي، ښځې او ماشومان وژل شوي او یو شمېر ماشومان ټپیان دي.
تر دې پخوا هم هوايي بریدونو کې د ولسې وګړي خلکو د وژل کېدو رپوټونه ورکړل شوي خو د هرې پېښې د سپیناوي لپاره پلټنې نه دي شوي.
په هغو سیمو کې چې د دولت او ناټو ځواکونو تر بشپړې ولکې لاندې نه دي د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې د ادعاوو سپیناوی ګران دی.









