تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پکتیا کې ځانمرګي برید دوه قومي مشران وژلي
د افغانستان پکتیا ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، ډنډ پټان ولسوالۍ کې ځانمرګي برید لږترلږه دوه قومي مشران وژلي او د ولسوالی یو ساتونکی یې ټپي کړی دی.
د پکتیا د پولیسو مشر قادر ګل ځدراڼ بي بي سي ته وویل، برید د قومي مشرانو د ناستې پرمهال شوی دی.
دی وايي، برید کوونکي هڅه کوله چې د ولسوالۍ ودانۍ کې د ناستې ځای ته ځان ورسوي، خو د ناستې له خونې بهر یې پر ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي وچوول.
تر اوسه د برید پړه چا نه ده منلې.
پکتیا د افغانستان په سوېل ختیځ کې یو له نسبتاً ناامنه ولایتونو ګڼل کېږي.
د پکتیا له تازه ځانمرګي برید یوه ورځ وړاندې پلازمېنه کابل کې سترې محکمې ته نژدې چاودنې لږ ترلږه ۲۰ تنه ووژل او ۴۵ تنه نور یې ټپيان کړل.