تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
له پکتیکا وتلې یوازینۍ ډاکټره بېرته دغه ولایت ته ستنېږي
له پکتیکا ولایت تللې یوازینۍ متخصصه ډاکټره هما وايي، د عامې روغتیا وزیر په غوښتنه دغه ولایت ته ستنېږي.
نوموړې بي بي سي ته وویل، چې وزیر فیروزالدین فیروز دفتر ته ور بللې وه او دا غوښتنه یې ترې کړې ده.
"وزیر صیب ور غوښتې وم ور سره مې ولیدل، هغه زما چارې وستایلې او رانه خوشال و، رانه ویې غوښتل چې دوه یا درې میاشتې پکتیکا ولایت ته لاړه شم".
دغې ډاکټرې تېره جمعه بي بي سي ته ویلي وو، چې په کاري چاپېریال کې ستونزې او په چارو کې یې د ځايي چارواکو لاسوهنه د دې لامل شول چې له دندې استعفا ور کړي.
خو د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز دا خبرې ردوي چې ګویا په ځايي روغتیایي اداره کې فساد و.
هغه بي بي سي ته وویل، چې په پکتیکا کې غیر دولتي خیریه ټولنې روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي، ځکه د اداري فساد خبره سمه نه ه.
"د دې روغتون مسوولیت هم د ای اېم سي په نوم له یوې نړیوالې موسسې سره دی، عامې روغتیا ریاست یې چارې څارلې او کنټرولولې خو په مدیریت یې رول نه درلود. ما هلته د فساد کومه ستونزه نه ده لیدلې، بلکې د دوو کسانو ترمنځ اختلاف و".
د پکتیکا د عامې روغیتا مشر ولي ګل هم ویلي وو، چې دغې ډاکټرې ځان ته بل ځای دنده پیدا کړې، ځکه یې پکتیکا ولایت ته شا کړه.
د هغه په خبره، په پکتیکا کې لږ تر لږه ۱۲ متخصصو ډاکټرو ته اړتیا ده او که نه وي د مور ماشوم مړینه به زیاته شي.