د ۴۸۰۰۰ افغان کورنیو لپاره د برېښنا نوې پروژې

د عکس سرچینه، Arg
د افغانستان برېښنا شرکت نن له دوو هندي شرکتونه سره د لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو لپاره د څه باندې ۵۵ میلیونو ډالرو په ارزښت په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د برېښنا تړونونه لاسلیک کړل.
د افغانستان بریښنا شرکت مشر قدرت الله دلاروي وايي د دغې پروژې په بشپړېدو سره به د لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو کې د ۴۸۰۰۰ کورونه روښانه شي.
ښاغلی دلاروي وايي: "د دغو پروژو په بشپړېدو سره د لوګر په پل علم کې ۱۳ زره کورنۍ د پکتیا په مرکز ګردیز او وزې ځدراڼ ولسوالۍ کې ۱۸۵۰۰ کورنۍ او په خوست ولایت کې ۱۳ زره کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې شي."

د عکس سرچینه، Arg
که څه هم افغانستان د برېښنا د تولید ډېري سرچینې لري، خو د اړتیا وړ ډېره برېښنا له بهره واردوي.
د اسیا پرمختیایي بانک استازی توماس پنیلا وايي پر دغو پروژو ۵۵،۸ میلیون ډالر لګښت راځي.
ښاغلي توماس په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د دغو تړونونو د لاسلیکولو لپاره جوړو شویو مراسمو ته وویل، د دغو پروژو له لارې به افغانانو ته د کار کولو زمېنه برابره شي او ترڅنګ به یې د دې هېواد اقتصاد هم ورسره وغوړېږي.
توماس یوځل بیا ژمنه وکړه چې د اسیا پرمختیایي بانک په افغانستان بنسټیزو پروژو عملي کولو ته ژمن دی:

د عکس سرچینه، Arg
"د اسیا پرمختیایي بانک له افغان حکومت او افغانستان برېښنا شرکت سر د برېښنایي شبکو په پراختیا او د برېښنا د وېش په برخو کې کار کوي. دغه بانک به د مالي مرستې تر څنګ په تخنیکي برخه کې هم همکاري وکړي. دغه پروژې په دې خاطر مهمې دي چې د کاري فرصتونو پیدا کېدو ترڅنګ به اقتصاد هم ورسره وغوړيږي. "
اوس د افغانستان د اړتیا وړ یوازې ۳۰ سلنه برېښنا په کور دننه تولیدېږي او ۷۰ سلنه نوره برېښنا له تاجکستان او ازبکستان واردېږي، خو د افغانستان د اوبو او بریښنا وزارت څو ځلې ویلي، هڅه کوي په کور دننه د برېښنا تولید ډېر کړي.








