غزني کې سړي تښتوونکې اوه کسیزه ډله نیول شوې

د عکس سرچینه، AFP
په غزني افغان امنیتي ځواکونو افغان الاصله یوناني وګړی د سړي تښتوونکو له منګولو ژغورلی دی.
د غزني امنیه قومندان امین الله امرخیل په یوه خبري غونډه کې خبریالانو ته وویل، د غزني قره باغ ولسوالۍ په اړوندو کې يې د سړي تښتوونکو اوه کسیزه ډله ونیوله.
ښاغلي امرخیل وویل، سړي تښتوونکو لس ورځې وړاندې اختر محمد نومی چې په دې ورستیو کې له یونانه افغانستان ته راغلی و په خپل کلي کې وتښتاوه او د نوموړي له کورنۍ يې لومړی یوسل او پنځوس زره ډالر او وروسته هم اتیا زره ډالر وغوښتل خو دا چې دوی تر څار لاندې ول، نو مخکې له دې چې ورته پیسې ورکړل شي، ونیول شول.
تښتول شوي وویل "مازیګر مهال و څلور تنه په یوه سراچه ډوله موټر کې راغلل چې زه يې له خپل پلار سره یوځای له خپل کلي بلوڅ خیلو څخه موټر ته پورته او له ځانه سره یوړم، دوی مولونه وهلي او مخونه يي پټ وو او ځانونه يې طالبان معرفي کول. سترګي يې راوتړلې. له څه مزل وروسته يې زما پلار له موټره بېرته کښته کړ او بیا يې زه بې هوښه کړی وم."
اختر محمد وايي: "له یوې ورځې وروسته چې په هوښ کې شوم لاسونه او پښې يې راوتړل او ویې وهلم اوبیا یې په یوه تیاره خونه کې ساتلم او د ورځې يې یوازې یوه دوه کلچې یا ډوډۍ او اوبه راکولې. په دې موده کې مې له خپلوانو سره هرډول اړیکې پرې وو."

د عکس سرچینه، AFP
ویل کېږي دغې ډلې په تېر کې هم په ورته تښتونو کې لاس درلود. امنیتي چارواکي وايي، دغې ډلې د غزني او زابل ولایت په څو سیمو کې فعالت کاوه. مشر يې محمد رضا دی چې پخوا يې هم داسې کارونه کول.
یوه اونۍ وړاندې هم په غزني ښار کې امنیتي ادارو درې تنه چې په ورته پېښه کې ښکېل وو، نیولي ول، چې ددغو ډلو د فعالیت زیاتېدو سوداګرو او پانګه والو ته زیاتې اندېښنې او ستونزې پیدا کړې دي.








