غزني کې د 'جنسي غولوونکو' ډله نیول شوې

د غزني امنیه قومندان امین الله امرخیل په وینا، دغې درې کسیزې ډلې هغه چارې ترسره کړي چې د ویلو نه دي.

د عکس سرچینه، Ghazni.Police

د عکس تشریح، د غزني امینه قومندان وايي له دغې ډلې شاوخوا ۱۲۰فلمونه، کمپیوټرونه، هارډیسکونه او پټې کامرې ترلاسه شوې دي. هغه دغه ډله مسلکي او ډېره منظمه وبلله.
    • Author, خوشحال تایب
    • دنده, بي بي سي

د غزني امنیتي چارواکي وايي د هغې ډلې غړي یې نیولي چې د خلکو په غولولو سره به یې له هغوی باج اخیست.

وروسته یې د دغو فلمونو د خپرولو د ګواښ له لارې له قربانیانو ډېرې پیسې اخیستلې.

د غزني امنیه قومندان امین الله امرخېل په وینا، دغې درې کسیزې ډلې هغه چارې ترسره کړې چې د ویلو نه دي.

د پولیسو په وینا، دغې ډلې د سوداګرو په ګډون یو شمېر کسان غولول او بېلابېلو ځایونو ته یې وړل چې پټې کمرې پکې لګېدلې وې. د بېلګې په توګه په ساعت کې پټه لګېدلې کامره.

د غزني امنیه قومندان امین الله امرخیل په وینا، دغې درې کسیزې ډلې هغه چارې ترسره کړي چې د ویلو نه دي.

د عکس سرچینه، Ghazni.Police

د عکس تشریح، د غزني امنیه قومندان امین الله امرخیل په وینا، دغې درې کسیزې ډلې هغه چارې ترسره کړي چې د ویلو نه دي.
تر اوسه معلومه نه که قرباني شویو کسانو هم تېروتنې کړې وي له هغوی سره به څه کیږي.

د عکس سرچینه، Ghazni.Police

د عکس تشریح، تر اوسه معلومه نه که قرباني شویو کسانو هم تېروتنې کړې وي له هغوی سره به څه کیږي.

ښاغلی امرخېل وايي دغې ډلې خپلو قربانیانو ته د ناوړه کارونو زمینه برابروله او فلم یې ترې اخیست:

"زموږ ځینې سوداګر او هېوادوال یې غولول، خونو ته یې بېول چې راشئ موږ ستاسو توکي په دې بیو اخلو. فلمونه یې شته، هلته به یې ښکلي هلکان کېښنول چې لاس به یې ورسره اچاوه. یو شمېر کسانو په دغو خونو کې له هغو هلکانو سره چې دوی ترې ناوړه ګټه اخیسته ځینې بد کارونه هم کړي دي".

دغې ډلې وروسته تر هغه چې له قربانیانو فلم اخیست، نو په جعلي سندونو به یې ځان د امنیتي ځواکونو غړي ورپېژندل او هغوی چې په بد حالت کې فلم ترې اخیستل شوی اړ شوي چې ان تر ۱۲۰ زرو ډالرو ورکړي.

تر اوسه معلومه نه ده چې که قرباني شویو کسانو هم تېروتنې کړې وي له هغوی سره به څه کیږي.

د غزني امینه قومندان وايي، له دغې ډلې شاوخوا ۱۲۰فلمونه، کمپیوټرونه، هارډیسکونه او پټې کامرې ترلاسه شوې دي.

هغه دغه ډله مسلکي او ډېره منظمه وبلله.

دغې ډلې وروسته تر هغه چې له قربانیانو فلم اخیست، نو په جعلي سندونو به یې ځان د امنیتي ځواکونو غړي ورپېژندل او هغوی چې په بد حالت کې فلم ترې اخیستل شوی مجبوره کړای شوي چې آن تر ۱۲۰ زرو ډالرو ورکړي.

د عکس سرچینه، Ghazni.Police

د عکس تشریح، دغې ډلې وروسته تر هغه چې له قربانیانو فلم اخیست، نو په جعلي سندونو به یې ځان د امنیتي ځواکونو غړي ورپېژندل او هغوی چې په بد حالت کې فلم ترې اخیستل شوی مجبوره کړای شوي چې آن تر ۱۲۰ زرو ډالرو ورکړي.