غزني کې بیا څلور مسافر تښتول شوي

د عکس سرچینه، BBC Pashto
د افغانستان سوېلي غزني ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په اندړو ولسوالۍ کې د حکومت مخالفو وسله والو له یوه مسافر وړونکي موټر نه څلور تنه کوز کړي او نا معلوم ځای ته یې وړي دي.
د غزني د سولې د شورا مشر خلیل الله هوتک وايي، پېښه تېر ماښام د غزني اندړو ولسوالۍ ناني سیمه کې رامنځ ته شوې.
دی وايي، دغه مسافر د حکومت وسله والو مخالفانو له یوه ۳۰۳ ډوله موټر نه ښکته کړي دي.
هوتک وايي، د قومي مشرانو په منځګړیتوب د سولې شورا له خوا هڅې روانې دي، چې دغه کسان له طالبانو راخوشي کړي، خو د ده په خبره هیله مند ځکه نه دی چې تر ډېره د قومي مشرانو هڅو په تېر ځل کې نتیجه ورنه کړه.
په عین حال کې د غزني د والي ویاند جاوید سالنګي هم تاییدوي چې څلور مسافر له موټره کوز کړل شوي، خو په وینا یې له پرونیو نهو تښتول شوو څخه شپږ کسان راخوشي شوي دي.
سالنګی وايي د غزني کشفي ارګانونه په وینا، راخوشي شوي خپلو سیمو ته تللي دي.
دوه ورځې وړاندې ۱۱ مسافر چې د بېلابېلو ولایتونو وو، په امنیتي ارګانونو کې د کار کولو په تور په غزني ولایت کې تښتول شوي او بیا وژل شوي وو.

د عکس سرچینه، BBC Pashto
دا لومړی ځل نه دی چې طالبان خلک د افغانستان په دولتي ادارو کې د کار کولو په تور وژني، تر دې وړاندې هم په بېلابېلو سیمو کې دوی ورته کار کړی دی.
په دې وروستیو کې طالبانو په کندوز کې یو شمېر مسافر له موټرو ښکته کړل او په اردو او پولیسو کې د کار کولو په تور یې ووژل.








