تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
غني: امنیتي ارګانونو کې فساد د ځواکونو مرګ ژوبله ډېره کړې
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي په امنیتي ارګانونو کې د فساد ډېرېدل د امنیتي ځواکونو د ډېرې مرګ ژوبلې سبب شوی او د ده په وینا دا حالت د زغمولو نه دی.
ښاغلي غني د "امنيتي ځواکونو د شهيدانو یادونه" په نامه مراسمو کې وویل د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې د را کمولو لپاره به هر ممکن ګام پورته کوي.
په دې مراسمو کې چارواکو خبر ورکړ، د هغو امنیتي ځواکونو چې د دوی په وینا له دښمن سره په جګړه کې وژل شوي، د کورنیو لپاره سرپنا او د اولادونو لپاره یې د لوړو زده کړو زمېنه برابروي.
په دغو مراسمو کې افغان ولسمشر او نورو چارواکو د نورو ترڅنګ دا ژمنه هم وکړه چې د هغو امنیتي ځواکونو ماشومانو ته به د لوړو زده کړو زمېنه برابروي چې په وینا يې، له دښمن سره په جګړه کې وژل شوي دي.
افغان ولسمشر د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د مرګ ژوبلې راکمولو لپاره هلې ځلې خپل لومړیتوب وباله.
د فساد له کبله تبدیلۍ
ښاغلي غني زیاته کړه، په ملي دفاع وزارت کې د فساد د مخنیوي لپار یې په تېرو شپږو میاشتو کې ۷۰۰ کسان تبدیل کړي دي.
نوموړي ټنیګار وکړی چې د امنیتي ځواکونو په چوکاټ کې سیاست، تبعیض او مخالفتونه د زغمولو وړ نه دي بلکې باید مسلکي وي.
ولسمشر همدا زار په دغو مراسمو کې د ۱۴ کورونو کيلۍ د امنيتي ځواکونو کورنیو ته وسپارلې.
افغان ولسمشر امنیتي ځواکونو له کورنیو سره ژمنه وکړه چې په راتلوونکو درو کلونو کې به د کورونو جوړولو په پروژو کې دوی ته لومړيتوب ورکوي.
پر همدې مهال د افغانستان د ملي دفاع وزیر عبدلله حبیبي وویل، د امنیتي ځواکونو کورنیو او وارثانو ته پام کول د حکومت په لومړيتوب کې راځي:
"د شهیدانو هغه ۱۴۰ تنه وارثان چې هندوستان ته د بورسونه له لارې د زده کړې لپاره استول کېدل اوس یې کار په بشپړېدو دی، د ملي اردو د ۱۴۵ شهیدانو او معلولانو وارثانو ته په هغه پروژه کې چې ۱۳۹۰ کال منظور شوې وه ځمکې مو ورکړې او په بېلو ولایتونو کې د شهیدانو او معلولینو کورنیو ته ۲۵۶۵ نومرې ځمکې ور کول شوي دي او همدغه شمېر کورنیو ته ۲ سوه زره افغانۍ د ملي دفاع وزارت له بودیجې څخه ور کول شوي دي، چې په ور کړې ځمکې باندې ځانته کورونه جوړ کړي او دا لړۍ به روانه وي. "
ځینې هغه کورنۍ چې خپلوان يې د امنیتي ځواکونوپه لیکو کې د مخالفینو ره په جګړه کې وژل شوي دي شکایت کوي چې حکومت سم پام نه ورته کوي.
په دغو مراسمو کې د برهان الدین په نوم یوه کس د هغو کورنيو په استازيتوب خبرې وکړې چې د کورنۍ غړي يې د امنيتي ځواکونو په لیکو کې وژل شوي دي، نوموړي د دوی کورنيو ته پاملرنه يې د دولت دنده وبلله:
"لکه چې د ټولنې ساتل د ښاریانو او د ټولنې د هر اوسیدونکي دیني او اخلاقي دنده ده، همدارنګه د شهیدانو د وارثانو ساتنه د دولت پر غاړه ده. "
افغان چارواکي وايي، هڅه کوي د امنیتي ځواکونو مرګ ژوبله را کمه کړي او د دوی کورنیو ته پاملرنه ډېره کړي.