تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
غني: پاکستان دې اورپکي وځپي
افغان ولسمشر اشرف غني د هند امرتسر کې د اسيا زړه کنفرانس کې پر پاکستان تور لګولی چې اورپکو ته پټنځايونه برابروي. ښاغلي غني وويل پاکستان یې چې د هېواد لپاره د پنځو سوو ميليونو ډالرو بسپنې اعلان کړی، غوره دا ده چې دا پيسې دې پاکستان کې دننه د اورپکۍ په کابو کولو ولګوي. دې کنفرانس کې د اسيا زړه هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران برخه لري، چې له پاکستان د بهرنيو چارو په اړه د لومړي وزير سلا کار سرتاج عزيز ورغلی دی.
نور حال يې حفيظ الله معروف په خپل راپور کې راغونډ کړی دی.