تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اشرف غني: د فراهي ماشوم تښتوونکي به په علني ډول محاکمه شي
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي؛ د فراهي ماشوم تښتوونکي به په علني ډول محاکمه شي.
په تېرو ورځو کې په ټولنیزو رسنیو کې د یوه ماشوم ویډیویي انځورونه لاس په لاس کېدل چې فراه کې د سړي تښتوونکو په منګولو کې و او دې د ډېرو خلکو غبرګونونه راوپارول.
تېره ورځ (سه شنبه، عقرب/لړم ۲۵مه) د فراه والي وویل چې دا ماشوم د افغانستان د امنیتي ځواکونو په یو لړ عملیاتو کې له تښتوونکو خلاص شوی او خپلې کورنۍ ته سپارل شوی دی.
ښاغلي غني نن ددغه نوید نومي ماشوم له پلار سره خبرې کړې دي. ښاغلي غني په دغو خبرو کې ویلي چې د افغانستان د قوانیو په رڼا کې به انسان تښتوونکي په عادلانه ډول علني محاکمه شي.
د راپورونو له مخې، دا د افغانستان په لویدیځ ولایت فراه کې د یوې بېوزلې کورنۍ ماشوم دی.
د نوید پلار له بي بي سي سره خبرو کې وویل؛ تښتوونکو دده زوی ۴۰ ورځې وړاندې په فراه کې دده د کور له څنګ نه تښتولی و.
د نوید د پلار د خبرو له مخې، کومه ویډیو چې په وروستیو ورځو کې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس شوه، ددغه ماشوم تر تښتول کېدو ۱۵ ورځې وروسته د هغه کورنۍ ته استول شوی و.
تېره ورځ د افغانستان د ملي امنیت ریاست اعلان وکړ چې څلور کسان د دغه ماشوم د تښتونې په تور نیول شوي دي.
تېره ورځ افغانستان کې د ټولنیزو شبکو کاروونکو د تښتوونکو انځورونه لاس په لاس کول.