تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ولسمشر غني د پوځ وژل شوي قومندان جنازه پر خپلو اوږو ولېږدوله
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ظفر ۲۰۷ نمبر قول اردو د وژل شوي قومندان محي الدین غوري د جنازې مراسمو کې له نورو لوړپوړو چارواکو سره ګډون وکړ.
ولسمشر د خښولو په مراسمو کې وژل شوي قومندان ته د ډګر جنرالۍ رتبه ورکړه.
جنرال غوري تېره سه شنبې د بادغیس د موریچاق په سیمه کې د چورلکې د لوېدو په پېښه کی ووژل شو.
په هغو لومړیو کسانو کې چې د جنرال غوري تابوت یې پر اوږو واخیست، یو هم د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني و.
ده په دې پېښه کې د قول اردو د وژل شوي قومندان او یوه پيلوټ له کورنیو سره غمشریکي وکړه. د جنازې تر لمانځه مخکې وژل شوي تورن جنرال غوري ته د ډګر جنرالۍ او جګړن عبد الواسع پيلوټ ته د ډګرمنۍ د رتبې د ورکولو په اړه د ولسمشر فرمان ولوستل شو.
ولسمشر غني هم په خپلو خبرو کې د ظفر قول اردو د وژل شوي قومندان ستاینه وکړه او ویې ویل چې د ټولو هغو افسرانو او عسکرو د کورنیو د وضعیت په اړه هره میاشت مالومات ترلاسه کوي چې په جګړو کې وژل شوي.
ده زیاته کړه چې د کورونو د جوړولو په سترو پروژو کې به د لومړیتوب حق همدغو کورنیو ته ورکوي.
بادغیس کې چارواکو وویل، جنرال غوري بالامرغاب ولسوالۍ ته د امنیتي وضعیت د ارزونې لپاره تللی و.
د بالامرغاب موریچاق سیمه په وروستیو کې د جګړو شاهده وه.
طالبانو ادعا وکړه چې دا چورلکه دوی ویشتلې، خو د افغانستان د دفاع وزارت او سیمه ییزو چارواکو ویلي، دا چورلکه د تخنیکي ستونزو له کبله له کنټروله ووته او راولوېده.