پکتیکا کې ولس په خپل لګښت د نجونو ښوونځي ودانۍ ورغوله

د عکس سرچینه، MATWNWAL
- Author, احمدشاه متونوال
- دنده, ازاد خبریال
د افغانستان جنوب ختیځ پکتیکا ولایت کې د شاه محمود په نوم د نجونو ښوونځي ته د سیمې د خلکو په مالي مرسته وداني جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د نجونو دغه ښوونځي وداني نه درلوده.
د سیمې خلک وایي، اړ شول، چې د خپلو مټو او فزیکي کار پر ترسره کولو سربېره مالي لګښت ته هم اوږه ورکړې.
د یحیی خیلو ولسوالۍ سیمې اوسېدونکي وایي، له روانو ستونزو نه د خلاصون یوازینۍ لاره زده کړې او د سیمې راتلونکی نسل د علم په ګڼه سمبالول دي.
دوی وایي:
''پیاوړی هوډ مو کړی چې په سیمه کې به یې هېڅ ماشوم نارینه او ښځینه له زده کړو نه پاتې کېږي او له دولت سره به په ګډه د پوهنې بهیر ته وده ورکوو. ''
د یحیی خېلو ولسوال موسی خان خروټی وایي، چې د مټاخېلو کلي د ښوونځي په ودانۍ شاوخوا دوه میلیونه افغانۍ لګول شوي.
ده زیاته کړه:
'' یاد ښوونځی اته تدریسي او اداري خونې لري او ټول د اړتیا وړ اسنتیاوې په پام کې نیول شوې دي. دا دی، د خپلو بچیانو د راتلونکي لپاره مو نیک قدم کېښود. ''
پکتیکا والي محمد الیاس وحدت هم د سیمې د خلکو دغه ګام وستایه او له اړوندو صلاحیت لرونکو ادارو څخه یې وغوښتل، چې په سیمه کې خلکو ته د پوهنې بنسټونه ورغوي، ځکه دا یې له علم سره څرګنده مینه ده.
ده وویل:

د عکس سرچینه، MATWNWAL
'' د سیمې خلکو په خپلو منډو ترړو، پيسو او په فزیکي کار کولو سره د خپلو ماشومانو حق پرځای کړ. ''
د پکتیکا د یحیی خیلو ولسوالۍ د نجونو یاد ښوونځي ته په داسې حال کې ودانۍ جوړیږي چې سږ کال د لومړي ځل لپاره د پکتیکا ولایت له څلورو ښوونځيو ۵۰ تنه نجونې زده کوونکې له ۱۲ ټولګیو فارغې شوې.
د پکتیکا چارواکي وایي، چې دوی په ټول ولایت کې د نجونو لپاره ۲۹ ښوونځي فعال او شاه وخوا ۳۰ زره نجونې پکې درس لولي، خو په وینا یې اته ښوونځي یې ودانۍ لري او پاتي نورې نجونې زده کوونکې په ازاد چاپیریال کې درس لولي.








