د ایډز نړیواله ورځ، افغانستان کې له ۲ زره ډېرې د اېډز پېښې ثبت شوې
افغانستان کې د اېډز د کنټرول مرکز وايي چې د اېډز ۲۰۸۶ پېښې ثبت شوي دي چې ډېرې یې په لويو ولایتونو کې دي.
یوازې کابل کې ۹۵ تنه په دې ناروغۍ اخته دي.
کابل کې د اېډز د ناروغانو لپاره بېلابېل مرکزونه جوړ شوي دي چې هلته د دغو کسانو درملنه کېږي.
د ډسمبر لومړۍ نېټه د اېډز نړيواله ورځ ده، د دې ناروغۍ په باب افغانستان کې لا هم ډېر پوهاوى نه شته.
ایران کې ۳۲ کلن ادریس اوه کاله وړاندې په ایچ ای وي اخته شو، هغه هم په ناپوهۍ، خو پر وخت درملنه یې ژوند تر نورو ناروغانو یوڅه ښه کړ. د کورنۍ څښتن هم شو.
دی وايي: "زړه مې دی چې د ناروغۍ له کبله هېڅ شي کې ګډون نه کوم، که واده وي یا خوشحالي نو ځم او خپل پور ادا کوم او څوک ونه وايي چې دا سړی رانه غی او بېرته ژر ترې راځم. ځکه زه دا نه شم زغملی چې خلک رانه تښتي."
د افغانستان د ایډز د کنټرول اداره وايي، د معلوماتو په موندلو او د خلکو په پوهاوي ددې ناروغۍ د خپرېدا مخنیوی ممکن دی.
ددغې ادارې مرستیال یونس بارګامي بي بي سي ته وویل: "د وقایې برخه کې ۲۱ مرکزونه کار کوي، وړاندې د ایډز د درملنې دوه مرکزونه وو، چې اوس د عامې روغتیا وزارت له پاملرنې وروسته پنځه مرکزونه شوي."
په افغان ټولنه کې چې د ایډز په اړه خبره کېږي، وار له مخه د خلکو ذهن "جنسي اړیکو" ته ځي، چې یو ستر لامل یې همدا هم دی.
خو په ايډز له ځینو اخته کسانو سره بي بي سي غږېدلې چې وايي، لومړی نشه یان وو او وروسته په ایډز ناروغۍ اخته شول.
افغانستان کې له ۱۳۶۸ نه تر ۱۳۹۴ کال پورې ۲۰۸۶ د ایډز پېښې ثبت شوې دي، چې ډېر شمېر یې کابل، ننګرهار او هرات ولایتونو کې دي.
دا د عامو وګړو په منځ کې یوه ناپېژانده ناروغي ده.
پر وخت درملنه د لا کړاوونو څخه نارغان ژغورلی شي.
د اخله متخصص ډاکټر فرهاد اباسین وايي "ضروري نه ده، ځکه د ایچ ای وي د انتقال لارې معلومې دي، دا چې یوڅوک له بل چا سره یوځای ډوډۍ خوري یا یوځای سره ګرځي، له دې لارې نه لېږدول کېږي، نو ضرور ده چې له هغه سره د کورنۍ د یوه سالم غړي په توګه چلند وشي."
د ایچ ای وي درملنې ادارې ناروغان په کمپاینونو کې راڅرګندوي چې وايي اوس ورته د شرم ناروغي نه ده، ځکه دا پوهاوی ورته شوی چې دا یوازې له نامشروع لارو نه انتقالېږي.

افغان چارواکي وايي په تیره یوه لسیزه کې د اېډز ناروغانو ته د مشورې ورکولو لس مرکزونه جوړ شوي او په لسو ولایتونو کې خلک په خپله خوښه خلک د HIV ویروس معاینه کوي.
دغه راز دوی وايی له اېډز ناروغۍ سره د مبارزې او ددې ناروغۍ د زیانونو د کچې د راکمولو له څلویښتو زیات مرکزونه جوړ شوي دي. په افغانستان کې د اېډز ناروغي لومړنۍ مثبته په ۱۳۶۸ کال کې ثبت شوې وه.












