افغانستان کې د وینې ورکولو دود پیاوړی شوی

د افغانستان د وینې بانک اداره وايي، تر اوسه یې دومره وینه راټوله کړې، چې نژدې یوې میاشتې پورې به اړتیا ورته ونه لري.

د عکس سرچینه، TASS

د عکس تشریح، د افغانستان د وینې بانک اداره وايي، تر اوسه یې دومره وینه راټوله کړې، چې نژدې یوې میاشتې پورې به اړتیا ورته ونه لري.

وینه د وجود یوه اړینه او حیاتي ماده ده او د افغانستان په څېر هيواد کې چې نژدې په هر ساعت کې یوه پيښه په کې کيږي، ورته ډيره اړتیا لیدل کیږي.

د افغانستان د وینې مرکزي بانک وایي، که وینې ته اړتیا ډېره ده، ورسره په څنګ کې د وینې د ورکړې دود هم پياوړی شوی او دوی په زېرمو کې کافي اندازه وینه لري.

په افغانستان کې په تلسمیا اخته ناروغان، ټپيان او د زیږون پر مهال میندې تر ډیره وینې ته اړتیا پیدا کوي.

زموږ همکار اسدالله لودین په کابل کې د وینې پر اړتیا او امکاناتو دغه راپور برابر کړی دی.

وینې ته اړ لسګونه ناروغان هره ورځ د وینې مرکزي بانک ته ورځي چې دغلته د اړتیا وړ وینه ترلاسه کړي.

د وینې د مرکزي بانک مسؤولین وایي، یوازې پلازمېنه کابل کې په تلسمیا ناروغۍ اخته اته نیم سوه ماشومان ورسره ثبت دي چې هره میاشت نوې وینه ورکوي.

یو ملیون سي سي وینه

د دغه بانک رئیس عنایت الله هاشمي بي بي سي ته وویل، سږ کال یې د محرم په شپو ورځو کې یوازې په کابل کې نژدې یو میلیون سي سي وینه راټوله کړې ده:

"د وینې بانک سږ کال په کابل او ولایتونو کې خپل چمتوالی نیولی و، له نیکه مرغه چې زموږ هیوادوال په ډیرې مینه او لیوالتیا سره د وینې بانک ته راتلل، د محرم په ورځو کې مو یوازې په کابل کې اته لکه او پنځوس زره سي سي وینه راټوله کړه."

ښاغلی هاشمي وایي، په ولایتونو کې هم ډېره وینه ترلاسه شوې، خو تراوسه یې کره اندازه نه ده معلومه شوې.

د محرم په شپو ورځو کې د وینې راټولو کچه په داسې حال کې زیاته شوې چې دیني عالمان او مذهبي مشران تل د امام حسین له خواخوږو او ویر کوونکو څخه غواړي چې خپلې وینې دې بې ځایه نه تویوي.

که په افغانستان کې د جګړو ټپیان او نور ناروغان ډیرې وینې ته اړتیا لري، خو ورسره وروستیو کمپاینونو او د عامه پوهاوي پروګرامونو د هغو کسانو شمیر هم زیات کړی چې په خپله خوښه نورو ته وینه ورکوي.

وایي چې د باران څاڅکي سیندونه بهوي او د وینې د مرکزي بانک په خبره، د وینې د ورکړې دود دومره زیات شوی چې د هیواد په کچه د اړو کسانو بسیاینه پرې کیږي.

د عکس سرچینه، TASS

د عکس تشریح، وایي چې د باران څاڅکي سیندونه بهوي او د وینې د مرکزي بانک په خبره، د وینې د ورکړې دود دومره زیات شوی چې د هیواد په کچه د اړو کسانو بسیاینه پرې کیږي.
د وینې د بانک مسؤولین وایي، یوازې د اړتیا په وخت کې روغتونونه ناروغ ته د تازه وینې د ورکړې خبره کوي.

د عکس سرچینه، TASS

د عکس تشریح، د وینې د بانک مسؤولین وایي، یوازې د اړتیا په وخت کې روغتونونه ناروغ ته د تازه وینې د ورکړې خبره کوي.

وایي چې د باران څاڅکي سیندونه بهوي او د وینې د مرکزي بانک په خبره، د وینې د ورکړې دود دومره زیات شوی چې د هیواد په کچه د اړو کسانو بسیاینه پرې کیږي.

د افغانستان د وینې بانک د روغتیا د نړیوال سازمان په مرسته په دوه ویشتو ولایتونو کې مجهزې او په دوولسو نورو ولایتونو کې هم څه نا څه سمبالې د وینې زېرمې جوړې کړي چې تر پنځه دیرش ورځو وینه ساتلی شي.

"د وینې ورکړې یې ژوند وژغوره"

د دغه بانک مسؤولین وایي، له محرم څخه مخکې هم دوی په خپلو زېرمو کې لس زره یونټه وینه، چې هر یونټ پنځه سوه سي سي کېږي، درلوده او اوس یې دومره وینه راټوله کړې چې تر نژدې میاشتې پورې به د وینې را ټولولو موټر ښار ته نه باسي.

د وینې په مرکزي بانک کې له داسې یوې میرمنې سره مخ شوم چې وایي، میړه یې د کانګو ناروغي درلوده او د وینې په ورکړې یې ژوند وژغورل شو.

دې مېرمنې د نوم نه ښودو په شرط بي بي سي ته وویل، د شپې درې بجې وې چې میړه یې بېړنۍ وینې ته اړتیا پيدا کړه.

یوشمیر نور ناروغ لرونکي بیا وايي، د وینې د اړتیا په وخت کې روغتونونه وینه نه ورکوي او د تازه وینې غوښتنه ترې کوي.

روغتیا پوهان وایي، د وینې ورکړه بدن ته ګټه رسوي او همدا لامل دی چې ډیر خلک د وینې ورکړې ته مخه کوي.

د عکس سرچینه، TASS

د عکس تشریح، روغتیا پوهان وایي، د وینې ورکړه بدن ته ګټه رسوي او همدا لامل دی چې ډیر خلک د وینې ورکړې ته مخه کوي.

د وینې د بانک مسؤولین وایي، یوازې د اړتیا په وخت کې روغتونونه ناروغ ته د تازه وینې د ورکړې خبره کوي.

روغتیا پوهان وایي، د وینې ورکړه بدن ته ګټه رسوي او همدا لامل دی چې ډیر خلک د وینې ورکړې ته مخه کوي.

په دې وروستیو کې د عزیز الرحمن په نوم یوه ځوان داسې اپلکیشن جوړ کړی چې وینې ته اړ کسان ګټه ترې اخیستلی شي.

نوموړی وایي، د مخابراتو له وزارت سره یې خبرې روانې دي چې دغه اپلکیشن پر لیکه او ګټې اخیستنې ته چمتو شي.

افغانستان کې ځینې وخت د ناروغ د اړتیا وړ وینې د ګروپ موندل پایوازان له لو سرخوږي سره مخامخوي

د عکس سرچینه، TASS

د عکس تشریح، افغانستان کې ځینې وخت د ناروغ د اړتیا وړ وینې د ګروپ موندل پایوازان له لو سرخوږي سره مخامخوي