تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کرېکټ؛ افغانستان اسټرالیا ته د ۲۹۲ منډو هدف وټاکه، ابراهیم ځدراڼ ریکاډ جوړ کړ
د کرېکټ نړیوال جام سیالیو په نهه دېرشمه کسمارې لوبه کې افغانستان اسټرالیا ته لوبه وبایلله.
د اسټرالیا نژدې اووه لوبغاړي په ۹۰ منډو سوځېدلي وو خو ګلېن مکسوېل د لوبې تر پایه ودرېد او دوه سلیزې يې وهلې.
که څه نوموړی د لوبې پرمهال نګوښېده او منډې یې نه شوی کولای، خو بیا هم د لوبې تر پایه پاتې شو. د اسټرالیا دغه لوبغاړي تر ډېره په څلورېزو او شپږیزو تکیه کوله.
نوموړي ۲۱ سلیزې او ۱۰ شپږېزې ووهلې.
د مکسوېل سلیزو افغانستان ته سرخوږی جوړ کړ او افغانستان لوبه وبایلله. د اسټرالیا د پرلپسې وېکټې له غورځېدو وروسته، د افغانستان د ګټلو چانس نژدې ۹۵ سلنو ته لوړ شو.
د افغانستان په لوبډله کې، ابراهیم ځدراڼ لومړنی افغان لوبغاړی شو چې د نړیوال جام په یو ورځنیو لوبو کې یې د افغانستان لپاره سلیزه وکړه او ریکارډ یې جوړ کړ.
نوموړی د لوبې تر پایه ونه سوځېده او ۱۲۹ منډې یې وکړې. ابراهیم درې شپږیزې او اته څلوریزې ووهلې.
ابراهیم ځدراڼ او یو شمېر نورو لوبغاړو تر دې وړاندې په نورو لوبو کې سلیزې کړي خو په نړیوال جام کې یې دا لومړنۍ هغه ده.
راشد خان، عظمت الله عمرزي او نوین الحق هر یوه یې دوه دوه وېکټې واخیستې.
د راشد خان او ځدراڼ ملګرتیا خورا مهمه وه. راشد خان په ۱۸ منډو ۳۵ منډې وکړې او تر پایه ناسوځېدلی پاتې شو. نوموړي درې شپږیزې او دوه څلوريزې ووهلې.
د لوبې تر پنځه ویشتم اوور وروسته د افغانستان ټولې منډې ۱۲۲ دي او دوه لوبغاړي یې سوځېدلي دي.
رحمت شاه خپل وېکټ د ۳۰ منډو جوړولو وروسته له لاسه ورکړه. رحمن الله ګربز په ۲۱ منډو اوټ شو.
په دغه لوبه کې افغان لوبډلمشر حشمت شهیدي د لوبې پچه ګټلې وه او لومړی یې د منډو جوړولو پرېکړه کړې وه.
نن په افغان لوبډله کې یوازې یو بدلون راغلی و او د فضل الحق فاروقي پر ځای نور احمد لکڼوال ته ځای ورکول شو و.
نننۍ لوبه د هند په ممبۍ ښار کې وه.
دې سیالۍ او د بریا ۲ پواینټونه لرل او له همدې امله مهم و.
د کوربه هند او سویلي افریقا لوبډلې وار له مخه نیمه پایلوبو ته وتلې، خو د سیمي فاینل دوه نورې لوبوونکې لوبډلې لا مالومې نه دي.
پر افغانستان او اسټرالیا سربېره پاکستان، نیوزیلنډ او تر یوه ځایه نیدرلنډز هم دا چانس لري، چې نیمه پایلوبو ته ووځي.
د لوبې له پای ته رسېدو وروسته حشمت االله شهېدي وویل چې "هېڅ فکر یې نه کاوه چې دغه لوبه بیلي."
نوموړي وویل چې اوس به پر راتلونکې لوبې پام ټول ساتي چې جنوبي افریقا سره ده.