کرېکټ نړيوال جام: افغانستان پاکستان ته تاريخي ماته ورکړه

کرېکټ نړيوال جام په سیالیو کې افغان لوبډلې له پاکستانه په اتو وېکټو سيالي وګټله.

پاکستان د پچې له ګټلو سره لومړی د منډو په جوړولو پرېکړه وکړه او په ټاکلو ۵۰ اورونو کې يې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۲۸۳ منډو هدف وټاکه، چې افغانستان د نهه څلوېښت اورونو په بشپړولو سره د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ.

افغان لوبډلې په پنځوسو اورونو کې د پاکستانۍ لوبډلې اووه لوبغاړي ستوځولي و.

د افغانستان لپاره ورو توپ اچووونکي نور احمد لکڼوال په ۱۰ اورونو کې د ۴۹ منډو په ورکولو سره دری لوبغاړي وسوځول. د ده ترڅنګ نوين الحق دوه، محمد نبي او عظمت الله عمري يو يو لوبغاړی وسوځاوه.

د پاکستان لپاره لوبډلمشر بابر اعظم ۷۴، عبدالله شفيق ۵۸، شاداب خان۴۰ او افتخار احمد ۴۰ چټکې منډې وکړې.

د افغانستان لپاره ابراهیم ځدراڼ تر ټولو ډېر (۸۷) منډې وکړې. د ده تر څنګ رحمت شاه ۷۷ منډې او لوبډلمشر ۴۸ ناسوځېدلې منډې وکړې.

په دې بریا سره افغانستان د لومړي ځل لپاره پاکستان ته په یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې ماتې ورکړه.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ لومړۍ یو ورځنۍ نړیواله لوبه د ۲۰۱۲ کال په فبرورۍ کې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شوه، چې پاکستان وګټله. له دې وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ شپږ نورې یو ورځنۍ لوبې وشوې، چې ټولې پاکستان وګټلې خو په شل اوریزو سیالیو کې یې دوه ځله له پاکستان سيالي ګټلې ده.

د افغانستان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي له لوبې وروسته په خبرو کې ټولو افغانانو ته د بریا مبارکي ورکړه او په راتلونکو سياليو کې يې د ښه لوبېدو هيله څرګنده کړه.

بل پلو د پاکستان لوبډلمشر بابر اعظم وايي، د افغانستان پر وړاندې ماتې خواشيني کړي. نوموړي وويل "زموږ توپ اچونه ښه نه وه، په منځنیو اوورونو کې مو ونشوی کړی چې وېکټې واخلو."

نوموړي د افغانستان لوبډلې ته د بريا مبارکي ورکړه او زياته يې کړه، "افغان لوبغاړي نن ډېر ښه ولوبېدل."

د بي بي سي پښتو خبریال عنایت الحق یاسیني چې د کرېکټ د نړیوال جام د پوښښ لپاره د هند چنای ته تللی وايي، د لوبې لیدو ته يو شمېر افغانان هم راغلي وو.

د چنای په کرېکټ لوبغالي کې د افغانستان له بريا وروسته د دغه هېواد د کرېکټ مينه والو خوښۍ او اتڼ کاوه.

دا په نړیوال جام کې د افغانستان دویمه لوبه ده چې ګټي یې، له دې وړاندې یې له انګلنډه سيالي په ۶۹ منډو ګټلې وه.

افغانستان راتلونکې لوبه په پونې کې له شري لنکا سره لري.

افغانستان د څلورو پواينټونو په لرلو سره په جدول کې په شپږم نمبر دی. هند د ۱۰ نومرو په لرلو سره په لومړي ځای دی، ورپسې نيوزيلنډ، سوېلي افريقا او اسټراليا دي.