کرېکټ نړیوال جام: افغانستان نن په چینای کې نیوزیلنډ سره مخامخېږي

    • Author, عنایت الحق یاسیني
    • دنده, چینای، هندوستان

د افغانستان او نیوزیلنډ دواړو لوبډلو پرون د هندوستان په سویلي ساحلي ښار چینای کې د ۲۰۲۳ کال د نړیوال جام شپاړسمې سیالۍ ته چې نن چارشنبه کېږي، تمرین وکړ.

نیوزیلنډ تر دې دمه په سږني نړیوال جام کې خپلې تېرې درې واړه لوبې په ښه توپیر ګټلې دي،‌ خو د افغانستان لوبډله هم د انګلنډ له ماتولو وروسته په پرتله ییز ډول له ښه باور او اعتماد سره چینای ته رارسېدلې.

وېکټ یا پېچ سپېن باولنګ لپاره مناسب یا مرسته کوونکی بلل شوی دی.

په ډېلي کې انګلستان سره سیالۍ کې د افغانستان سپېن یا سوکه توپ اچوونکو په ټولیز ډول اته لوبغاړي سوځولي وو.

خو د هغې بریا راز په بیټنګ کې هم و چې رحمان الله ګربز او اکرام عليخېل پکې ښه وځلېدل.

نیوزیلڼدۍ لوبډله چې د نړیوالو یو ورځنیو سیالیو تېر نړیوال جام کې یې دویم مقام خپل کړی و، د توپوهنې او توپ اچونې له پلوه غښتلې ده او ډېر توپ اچوونکي یې په توپ وهنه کې هم ښه دي.

خو لوبډلمشر یې 'کین وېلیامسن' ژوبل دی او له افغانستان سره یې به سیالۍ کې ګډون شک کې بلل شوی دی.

افغانستان او نیوزیلنډ تر دې وړاندې وروستۍ یو ورځنۍ لوبه د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام کې په انګلستان کې کړې وه.

هغه سیالي نیوزیلنډ په اوو ویکټو ګټلې وه.

په هغې لوبه کې د افغانستان اوپنرانو یا پرانېستونکو توپ ووهونکو د ۶۶ منډو ښه ملګرتیا کړې وه، خو وروسته ټول لوبغاړي تر ۴۲م اور پورې یو په پل پسې وسوځېدل او یوازې ۱۷۲ منډې یې کړې وې.

د نیوزیلنډ ټیم دا هدف په ۳۳ م اور کې داسې حال کې ترلاسه کړ چې درې لوبغاړي یې سوځېدلي وو.

په هغې سیالۍ کې راشد خان نه و.