تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کرېکټ نړیوال جام: نیوزیلنډ افغانستان ته په ۷ وېکټو ماتې ورکړه
د ۲۰۱۹ کال کرېکټ نړیوال جام سیالیو په لړ کې نن (شنبه جون ۸) د انګلنډ ټاونټن لوبغالي کې د افغانستان او نیوزیلنډ تر منځ لوبه په اوو وېکټو داسې حال کې وګټله چې ۱۰۷ توپونه یې لا هم پاتې وو.
د افغانستان ټوله لوبډله په ۴۲م اور کې په ۱۷۲ منډو وسوځېده. حشمت الله شهیدي تر ټولو ډېرې ۵۹ منډې وکړې. نیوزیلنډ لوبډله د دریو لوبغاړو له سوځېدو وروسته په ۳۲ اعشاریه یو اوور کې دغه هدف ته ورسېده.
د دغې لوبې پچه نیوزیلنډ وګټله او لومړی یې توپ اچوونه غوره کړه.
د نن لوبې لپاره په افغان لوبډله کې درې بدلونونه راغلي وو او اکرام علي خېل، نور علي ځدراڼ او افتاب عالم لوبډله کې اخیستل شوي وو. د نیو زیلنډ لپاره نیشم ۵ وېکټې واخیستې.
د افغانستان د توپ اچونې پیل عالي و او افتاب عالم په لومړي توپ د ګوپټېل وېکټه واخیسته. نوموړي په اتم اوور کې کولېن مونرو هم په ۲۲ منډو وسوځاوه.
راشد خان د توپ وهنې پر وخت پر سر ولګېد او ټپي شو، او اوس به د افغانستان لپاره توپ اچونه نه کوي. لوبډلمشر کېن ویلمسن په ۷۶ توپونو خپله پنځوسیزه بشپړه کړه. راس ټېلر هم له ده سره د ۸۹ منډو ملګرتیا وکړه او په ۴۸ منډو د افتاب عالم په توپ وسوځېد.
نورعلي ځدراڼ او حضرت الله ځاځي د افغانستان لپاره لوبه پیل کړه. افغانستان خپله لومړۍ وېکټه په یوولسم اوور کې په ۶۶ منډو وبایلله او حضرت الله ځاځی په ۳۴ منډو وسوځېد. تر سوځېدو مخکې د حضرت ۳ کچونه ولوېدل، خو په څلورم ځل بخت ورسره یاري ونه کړه.
په ځاځي پسې نورعلي ځدراڼ هم په همدې اوور کې د ۳۱ منډو له ترلاسه کولو وروسته وسوځېد. د لوبې ۱۳ اوور کې رحمت شاه هم له هیڅ منډې پرته خپله وېکټه له لاسه ورکړه. د افغانستان څلورمه وېکټه د ګلبدین نایب وه چې په ۴ منډو وسوځېد.
ورپسې محمد نبي په ۹ منډو او نجیب ځدراڼ په ۴ منډو خپلې وېکټې له لاسه ورکړې او د په دې توګه د افغانستان د توپوهنې منځنۍ برخه یو ځل بیا په بشړه توګه ناکامه شوه.
نوی وېکټ ساتونکی اکرام علي خېل تر ۳۲م اوره پر وېکټه ودرېد خو په ۲۲ توپونو یې یوازې ۲ منډې وکړې او وسوځېد. راشد خان په ۳۴م اوور کې په یوه خطرناک توپ پر سر ولګېد او په صفر اوټ شو. افتاب عالم ۱۴ چټکې منډې وکړې او افغان مینه وال یې یو څه خوښ کړل خو ډېر پر وېکټه پاتې نشو.
خو حشمت الله شهیدي یو ځل بیا ښه وځلېد او په ۳۹ اور کې په ۸۶ توپونو خپله پنځوسیزه پوره کړه. نوموړي د افغانستان لپاره تر ټولو ډېرې ۵۹ منډې وکړې.
د نیو زیلنډ لپاره نیشم په خپلو لسو اورونو کې ۵ وېکټې واخیستې او د افغانستان د منډو لړۍ یې ټکنۍ کړه. دا په نړیوال جام سیالیو کې تر دې دمه تر ټولو ښه بالنګ دی.
دغه لوبه د ورځې له نیمايي پیلېږي او تر ماخوستنه پورې به دوام وکړي، چې ډې، نایټ لوبه بلل کېږي.
افغان لوبډلمشر ګلبدین نایب وايي:
''دا یو ښه وېکټ معلومېږي، موږ غوښتل لومړی بېټینګ وکړو. ګومان نه کوم چې دا وېکټ به د ورځې اوږدو کې بڼه بدله کړي. موږ غواړي یوازې مثبته کرېکټ لوبه وکړو. ''
افغانستان له دې مخکې دوې لوبې کړې چې دواړه یې بایللې دي او نیوزیلنډ بیا خپلې دواړه مخکینۍ لوبې ګټلې دي.
نیوزیلنډ له بنګله دېش او شري لنکا سره خپلې لوبې ګټلې او د منډو غوره اوسط یا رن رېټ له کبله د دې سیالیو د جدول په سر کې ځای لري او افغانستان لوبډله د دغه جدول په پای کې راځي.
له افغان لوبډلې سره په دې سیالۍ کې د تجربه کار اوپنر او وېکټ ساتونکي محمد شهزاد پر ځای اکرام علي خېل ملګری دی. که څه هم علي خېل په نړیوالو سیالیو کې ډېر نه دی لوبېدلی، خو لوبډلمشر او د بورډ نور چارواکي یې ښې ځلېدا ته هیله من دی.
نورعلي ځدراڼ، اکرام علي خېل او افتاب عالم درې افغان لوبغاړي دي چې په نننۍ سیالۍ کې به د محمد شهزاد، دولت ځدراڼ او مجیب الرحمان بدل کې لوبه کوي.
د افغان کرېکټ بورډ چارواکو په خبره شهزاد محمدي د زنګانه ټپ له کبله د ارام مشوره ورکړې او له همدې کبله هېواد ته ستون شوی دی.
د کرېکټ نړیوالې شورا (ای سي سي) پرون د افغان لوبډلمشر ګلبدین نایب له قوله وویل چې له خپلو لوبغاړو غواړي چې د نړیوال جام سیالیو لړ کې له نیوزیلنډ لوبغاړو سره د مخامخ کېدو په صورت کې په (افغاني) بڼه لوبه وکړي.
نوموړی وايي، زموږ لوبغاړي باید د نیوزیلنډ لوبډلې له ستورو متاثر نه شي.
د داړو لوبډلو بشپړ لېست په لاندې ډول دی:
نورعلي ځدراڼ، حضرت الله ځاځی، رحمت شاه، حشمت الله شاهدي، ګلبدین نایب ( لوبډلمشر) نجیب الله ځدراڼ، محمد نبي، راشد خان، اکرام علي خېل (وېکټ ساتونکی) افتاب عالم او حمید حسن دغه سیالۍ کې دافغان لوبډلې غړي وو.
مارټن ګوپتیل، کولین مونرو، کان ویلیمسن، لوبډلمشر، راس ټیلر، ټام لاتهم ( وېکټ ساتونکی، جیمي نېشم، کولین دي ګراندهوم، مېشل سانتنیر، ماټ هنري، لوکي فیرګوسن او ټرینټ باولټ د نیوزیلنډ نننۍ لوبغاړې غړي وو.