آیا امکان لري چې یوه ورځ سپوږمۍ کې فوټبال وکړئ؟

شاید گام کوچکی برای انسان باشد اما یک گل حسابی برای کل بشریت است.

د عکس سرچینه، Getty Images

د انجینرۍ او ټکنالوژۍ انستیتوت ساینس پوهان وړاندوینه کوي، چې د آرتمیس پروژې په دوام سره به تر ۲۰۳۵ کاله پورې مونږ وشو کولی چې سپوږمۍ کې فوټبال وکړو.

دا اړینه ده چې د سپوږمۍ د سطحې او چاپیریال سره د سمون په موخه، چې سپوږمۍ کې یې د ترسره کېدو امکانات برابر شي دغې لوبه کې یو څه بدلونونه راشي.

د فوټبال لوبه څنګه سپوږمۍ کې له شرایطو سره برابرېدی شي؟

مونږ څنګه کولی شو سپوږمۍ کې فوټبال لوبه وکړو؟

فوتبال

د عکس سرچینه، PEOPLEIMAGES

د انجینرۍ او ټکنالوژۍ د انستیتوت د ساینس پوهانو په وینا، لوبغالی باید اته برابره کوچنی وي، د لوبو وخت باید د دوو برخو پر ځای پر څلورو مساوي برخو وویشل شي، لوبغالی باید پر جال خوندي وي او لوبه باید یو بل سره د لوبغاړو د تماس یا لګېدلو پرته ترسره شي.

دا ټول شرایط په سپوږمۍ کې د جاذبې قوې د کمښت له امله دي.

په سپوږمۍ کې د ځمکې یو پر شپږمه برخه د جاذبې قوه شته. هېڅ باد او هوا نشته او همدا دلیل به وي چې توپ به په بشپړ ډول بل لوري ته حرکت کوي او په یوه وار ضربه وهلو به د ځمکې د مخ پرتله د شپږ برابره په واټن لېري ځي.

سپوږمۍ کې د فوټبال لوبې کولو پر مهال به څه ډول توپ کارول کېږي؟

سپوږمۍ کې د فوټبال لوبې د ترسره کولو لپاره به توپ د عادي توپ پرتله یو نیم برابره لوی وي او د هوا پر ځای به په یوه ځانګړي سفنج ډک شوی وي، چې پورته او ښکته واچول شي.

دا چې سپوږمۍ ډېره روښانه ده، توپ باید سپین او تور وي چې د ډېر ځلېدلو مخه یې ونیول شي او په سترګو ښه ولیدل شي.

او ښه خبره بیا ‌پکې دا ده چې که تاسې د آف سايډ‌ پر اصولو نه پوهېږئ نو په سپوږمۍ کې آف سایډ هېڅ نشته.

به‌نظر می‌رسد فوتبال در ماه کار شاقی باشد

د عکس سرچینه، INTI ST CLAIR

د انجینرۍ او ټکنالوژۍ د انستیتوت یو ساینس پوه براین ډیویډ جانسن وايي:" په ۲۰۲۵ کال کې د سپوږمۍ له ماموریت سره مونږ په سپوږمۍ کې د انسانانو اوسېدو ته یو ګام نور هم مخکې کېږو، وړاندې به نه وي چې یوه ورځ د سپورت او تفریح په څېر مونږ په سپوږمۍ کې د انسانانو د اوسېدو پر لارو چارو کار روان کړو."

سپوږمۍ کې باید کومو جامو سره فوټبال وکړو؟

تاسو په سپوږمۍ کې د خپلې خوښې ټیم یونیفورم نه شئ اغوستلی. تاسو باید ځانګړی سپېس سوټ واغوندئ چۍ د سپوږمۍ له او چاپیریال سره مطابقت لپاره د داخلي تودوخې او سړولو سیستمونه ولري.

که تاسو د لوبې پر مهال خولې کېږئ جامې مو باید داسې ډیزاین شوې وي چې ټوله اضافي اوبه یا مایع په بشپړ ډول بېرته جذب کړي.

تاسې باید یوه ځانګړې خولۍ پر سر کړئ چې پر مټ یې تاسې کولی شئ د ټیم غړو، روزونکو او ریفري سره اړیکه ونیسئ.

دا شرایط اوس ښايي تاسې ته ډېر سر دردوونکي وي خو په دې باید پوه شئ چې ستاسې لوبه له نړۍ ورهاخوا یوه ځای کې ده چې هر څه یې د ځمکې له سره په خورا توپیر کې دي.