په مریخ کې د ژوند راز؛ ځمکې ته د لېږد لپاره د ډبرې او خاورې یوه نمونه چمتو شوې

د عکس سرچینه، NASA/JPL
مریخ ته لېږل شوې سپوږمکۍ ''پرسیویرنس'' د داسې شواهدو په راټولولو پیل کړی چې ښايي هغو پوښتنو ته ځواب ووايي چې په مریخ کې د ژوند امکان شته او که نه.
دغه پلټونکي ماشین د مریخ له سطحې لومړنۍ نمونې یا سمپلونه راټول کړي چې د راتلونکي ماموریت په مرسته به ځمکې ته را ولېږدول شي.
دا له یوې سیارې ځمکې ته د ازموینو لپاره د موادو د لېږد مهمه شېبه بلل کېږي.
داسې انګېرل کېږي چې په ځمکه کې به د مریخ د ډبرې او خاورې نمونې معاینه او هلته د ژوند د احتمال په اړه پوښتنو ته ځواب وموندل شي.
پلټونکي ماشین د مریخ پر سطح د لاس ګوتې په اندازه سمپل تر غورځولو وروسته له هغې عکس اخیستی چې ډاډه شي، په سمه توګه پر سطحې پرېوتې ده.
د امریکا او اروپا فضايي سازمانونه تر ۲۰۳۰ کاله ځمکې ته د راټولو شویو نمونو د لېږد هوډ لري.
هغه سمپلونه چې په پای کې به ځمکې ته ولېږدول شي، ښايي هغه برخه پکې نه وي چې اوسمهال د ''تري فورکس'' په نوم ځای کې دي. په اصل کې به د ډېرو نورو نمونو د لېږد احتمال موجود وي چې پرسیویرنس به یې راتلونکي کې راټولې کړي.

د عکس سرچینه، NASA
خو ساینسپوهانو د مریخ د دغه پلټونکي ماشین د خرابېدو او له دې وېرې چې نمونې دننه پکې بندې پاتې نه شي، اوس یې د دې سیارې پر سطحه د دغو سمپلونو غورځول پيل کړي دي.
لومړنۍ نمونه چې هلته غورځول شوې، د اورشیندي ډبرې لري چې نوم یې "مالای" دی.
د ورته نسل درې نورې بېلګې به هم ډېر ژر هلته پرېښودل شي. دا نمونې به له څیړونکو سره مرسته وکړي چې د مریخ جیولوژیکي تاریخ اټکل کړي.
د پرسیویرنس ماموریت یوې کارپوهې میناکشي ویلي'' د تلپاتې ډبرې څو ډولونه هم شته چې د بېلابېلو ډولونو خاوره لرونکي چاپېریالونه وسنجوي او ریکاډ یې چمتو کړي، لکه د سیند ډیلټا یا د پخواني جهیلونه. " "ځینې دا چاپېریالونه ښايي د استوګنې وړ وي، او ځینې دا ډبرې بیا د مریخ په لېرې ماضي کې د میکروبي ژوند شواهد له ځان سره ولري."

د عکس سرچینه، NASA
که پریسویرنس ماشین ګل شي نو د نمونو راټولولو دنده به تر ۲۰۳۰ کاله مخامخ ''ټري فورکس'' ته واستول شي.
پرسیویرنس چې تر اوسه کومې کیندنې کړې، له هرې یوې یې دوه نمونې را اېستلې دي.
په ټري فورکس کې د سمپلونو غورځولو ماموریت دا برخه به تر جنورۍ میاشتې بشپړه شي.











