ایران د حکومت ضد مظاهرو په تور درې تنه اعدام کړل

په ایران کې چارواکو د تېر کال حکومت ضد لاریونونو په تړاو درې تنه اعدام کړي دي.

دغه درې تنه تېر نومبر میاشت کې په اصفهان کې په یوه وسله وال برید کې د لاس لرلو په تور محکوم شوي وو چې ویل شوي، درې امنیتي کسان یې وژلي.

د بښنې نړیوال سازمان وايي، دوی په غیر عادلانه ډول محاکمه شوي او ادعا کېږي چې شکنجه او ځورول شوي دي.

له تېر ډسمبر میاشتې راهیسې څلور تنه نور اعتراض کوونکي هم په دار ځړول شوي دي.

د راپورونو له مخې لسګونه تنه نور په اعدام محکوم شوي یا د سترو جرمونو په تور تورن شوي دي.

په تېر ۲۰۲۲ میلادي کال سپټمبر میاشت کې په ټول ایران کې لاریونونو هغه وخت زور واخیست چې د ایراني پولیسو له خوا یوه ۲۲ کلنه کردۍ نجلۍ مهسا امیني د حجاب نه اغوستلو په تور ونیول شوه او په زندان کې یې ساه ورکړه.

هغه درې تنه چې د جمعې په ورځ اعدام شوي، ۳۰ کلن مجید کاظمي، ۳۶ کلن صالح میرهاشمي او ۳۷ کلن سعید یعقوبي دي. دوی د نومبر په ۱۶مه د اصفهان ښار په مرکز کې تر لاریونونو وروسته ونیول شول. په هغه لاریون کې د بسیج ملېشه ځواک دوه غړي او یو پولیس افسر په ډزو وژل شوي وو.

سرچینو د بښنې نړیوال سازمان ته ویلي، دا کسان په زوره ایستل شوي، بیا شکنجه شوي او په زوره د جنایي جرمونو منلو ته اړ شوي دي.

څېړونکو ادعا کړې چې کاظمي یې درولی و، د ورور د شکنجه کولو یوه ویډیو یې وښودله، هغه یې په ملنډو ځوراوه او د وروڼو د وژلو ګواښ یې ورته وکړ.

د دستګیرد زندان له دننه په یوه غږیز پیغام کې چې دا درې کسان په کې بندیان وو، د کاظمي غږ اورېدل شوی چې وايي: "په خدای قسم زه بې ګناه یم، ما هېڅ وسله نه درلوده، دوی (امنیتي ځواکونو) زه وهلم او ویل یې، باید ووایم چې دا وسله زما ده.

"ما دوی ته وویل، زه به هغه څه ووایم چې دوی یې غواړي خو مهرباني وکړئ زما کورنۍ ته څه مه وایئ."

تیره اونۍ چارواکو اعلان وکړ چې سترې محکمې د دوی سزا تایید کړې.

د بښنې نړیوال سازمان د منځني ختیځ مرستیالې ډیانا التهاوي ویلي دي: "د دغو کسانو پر وړاندې د اعدام د سزا کارول د لاریون کوونکو د یوه زړور نسل په وړاندې د غچ اخیستنې یو ښکاره عمل دی، چې په تېرو اوو میاشتو کې یې د ایران د خلکو د حقونو د غوښتلو لپاره په ثابته توګه غږ اوچت کړی دی."

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر وولکر ترک تېره اوونۍ په ایران کې د روان کال اعدامونو په اړه خواشیني څرګنده کړې او "ډېره وېره ورکوونکی شمېر" یې بللي.

هغه د ملګرو ملتونو د سرچینو له قوله ویلي، په روان کال کې تر اوسه لږ تر لږه ۲۰۹ کسانو ته د مرګ سزا ورکول شوې ده، هره اوونۍ تر ۱۰ ډېر کسان، چې ډېری یې د نشه یي توکو د جرمونو له کبله نیول شوي اعدام شوي او دا یې "یو ناوړه ریکارډ" وباله.