ایران: په "اعدام د محکومو کسانو" د دوسیو پلټونکی خبریال نیول شوی

مهدي بېک چې د ایران له اصلاح غوښتونکې اعتماد ورځپاڼې سره یې په سیاسي برخه کې کار کاوه، د هغو کسانو له کورنیو سره مرکې کړې وې چې د ایران د حکومت لخوا د اعدام په سزا محکوم شوي دي.

د مهدي بېک مېرمن چې د نوموړي د نیول کېدو خبر یې رسنیز کړی، وایې ښاغلی مهدي د "پنجشبنې په شپه د ایران د استخباراتو وزارت" اړوندو کسانو لخوا نیول شوی دی.

د هغې په وینا د ښاغلي مهدي "ګرځنده ټلیفون، لپټاپ او نور وسایل" یې هم له ځان سره وړي دي.

د دغه ایراني خبریال د نيول کېدو لامل لا څرګند ندی خو دا پېښه داسې مهال کېږي چې په ایران کې د حکومت ضد احتجاجیانو ځپل او نیونې لاهم دوام لري.

مهدي بېک یو له کمو خبریالانو و چې د ایران د امنیتي ادارو له فشارونو سره سره یې د روانو چارو په ځانګړي ډول د نیول کېدونکو کسان په تړاو خبریالي کوله.

نوموړي په خپل وروستي ټویټ کې په اعدام د محکوم کس "مهدي کرمي" له کورنۍ سره مرکه خپره کړې وه.

په دغه ټویټ کې چې غږیز فایل یې هم له ځان سره درلود ښاغلي مهدي لیکلي وو، "موږ قاضيان نه یوو او نه پوهېږو چې څوک ګنهګار او څوک بې ګناه دی، خو د ایران د قانون له مخې هر ایرانی دا حق لري چې دوسیه یې په عادلانه ډول وڅېړل شي، خو د قضایه قویې مشر، مرستیال او ویاند ولې د مدافع وکیل له شتون سره مخالفت کوي؟"

دارنګه اعتماد ورځپاڼې هم په وروستیو کې ګڼ داسې راپورونه خپاره کړل چې د نیول شویو کسانو کيسې پکې بیان شوې وې.

د مهدي بېک له نېول کېدو یوه ورځ مخکې په کردستان ولایت کې د روح الله زرین په نامه بل خبریال هم نیول شوی دی.

په ایران کې د خپلواکو رسنیو او خبریالانو پر مخ د خبر رسونې ټولې لارې تړل شوې او کم شمېر خبریالان په پټه د خواله رسینو له لارې د پېښو ریښتینی تصویر را وباسي.

په دې هېواد کې د اعتراضونو له پیله تر اوسه ګڼ شمېر خبریالان نیول شوي او د پلازمېنې تهران د خبریالانو ټولنې د مالوماتو له مخې د تېرې ډسمبر میاشتې تر نیمایي پورې یوازې هلته ۳۵ خبریالان نيول شوي دي.

د خبریالانو نړیوال فدراسیون هم په دې موده کې د هغو خبریالانو نوملړ خپور کړی چې نیول شوي او یا بېرته خوشي شوي دي.

د خبریالانو دغه ملاتړي بنسټ له ایراني چارواکو غوښتي چې نیول شوي خبریالان خوشي کړي او دوی ته اجازه ورکړل شي د پیښو پوښښ په ریښتينې توګه تر خلکو او نړۍ ورسوي.