ایران انټرنېشنل ټلویزیون چېنل وايي، ایران بریتانیا مېشتي خبریالان ګواښلي دي

    • Author, ډېوډ ګریتین
    • دنده, بي بي سي

د بریتانیا یوې امنیتي سرچینې تائید کړې چې د ایران انټرنېشنل په نامه د هغه فارسي ژبي ټلویزیون دوو خبریالانو ته د وژل کېدو احتمالي ګواښ خبرداری ورکړل شوی، چې مرکز یې په بریتانیا کې دی.

د دې ټلویزیون ملکیت لرونکي ولانټ میډیا شرکت وايي، بریتانوي پولیسو دې خبریالانو ته د ایراني امنیتي ادارو لخوا په وروستیو کې د زیات شویو ''باور وړ'' ګواښونو خبرداری ورکړی.

دې ادارې د دوی په وینا د ایران دولت هغه کمپاین غندلی چې بهر مېشتي ایراني خبریالان ډاروي.

ایراني چارواکو په دې هکله تر اوسه څه نه دي ویلي، خو ایران حکومت پر ایران انټرنېشنل ټلویزیون او بي بي سي فارسي څانګې تېره میاشت بندیزونه ولګول، ''د بلواګرو لمسولو او ترهګرۍ ملاتړ'' تورونه یې پرې ولګول. ایراني چارواکو دغه تورونه په دغه هېواد کې د روان مظاهرو خبري پوښښ له کبله لګولي دي.

پر دې دواړو ټلویزیوني چېنلونو په ایران کې بندیز لګېدلی، خو د رسنیو ازادۍ څار یوه مرکز په وینا په ایران کې چې رسنۍ او خبریالان پکې تر پرلپسې فشار لاندې دي، د خبرونو او معلوماتو لپاره همدا دواړه ټلویزیونونه تر ټولو ډېر کتل او اورېدل کېږي. ولانټ میډیا په یوه اعلامیه کې ویلي، دوی خپلو خبریالانو ته د دې ګواښونو له کبله ''سخت حیران'' شوي او ''ژوره اندېښنه'' لري، چې د دوی په وینا د ایران سپاه پاسدران جمهوري اسلامي ځواک له لوري شوي دي.

د دې ملېشه ځواک په هکله باور دا دی چې په ایران کې له خورا ډېر واک او ځواکه برخمن دي او د دې هېواد له مذهبي مشر ایت الله خامنايي سره نژدې اړیکي لري.

په اعلامیه کې راغلي: ''مېټرو پولیټن (د بریتانیا ښاري پولیس) اوس رسماً دواړو خبریالانو ته ویلي چې دوی او د دوی کورنیو ژوند ته داسې قریب الوقوع، پاموړ او د باور وړ ګواښ متوجه دی.

زموږ نورو همکارانو ته هم د پولیسو له لوري په مستقیم ډول د جلا ګواښونو په هکله معلومات ورکړل شوي دي.''ولانټ میډیا زیاتوي سپاه پاسداران ''ته اجازه نه شي ورکول کېدای چې بریتانیا ته د رسنیو پر ضد خپل روان ویجاړوونکي عملیات راوړي''.

دوی دغه راز له بریتانوي حکومته غوښته چې ''د دې بوږنونکو ګواښونو غندنې لپاره له موږ سره همغږي وکړي او د رسنیو ازادۍ پر اهمیت د ټینکار برخه کې له موږ سره همکاري وکړي.''

بل لور بریتانوي پولیسو بي بي سي ته په یوه استولې اعلامیه کې ویلي: ''موږ د ځانګړو شخصیتونو د شخصي خوندیتوب اړوند مسائلو په هکله تبصره نه کوو.''د کورنیو چارو لپاره د بي بي سي خبریال ډانیل سانډفورډ په خپل رپوټ کې وايي، بریتانوي امنیتي ځواکونه به د ډیلي ټیلیګراف ورځپاڼې هغه خبر په هکله هم څه و نه وايي، چې ''د دې خبریالانو کورونو او دفترونو مخکې د ایراني څارګرو یوه ډله لیدل شوې.''