تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اووه کلنه سوريایي کډواله ماشومه ولې له خپلې کورنۍ بېله کړل شوه؟
اووه کلنه سوريایي کډواله ماشومه "رغد" په ښوونځي کې وه چې مور او پلار یې له هېواده وشړل شول.
مونږ د لبنان له غرونو اوښتو او رغد سره د خبرو لپاره مو د هغې د ترور کور ته ځان رساوه.
یوې وړې ماشومې سره خبرې کول چې له خپلې مور او پلاره بېله کړل شوې ښايي اسانه نه وي.
خو کله مو چې هغه ولیدله، اندېښنه مو کمه شوه. رغد روښانه رنګ کالي اغوستي و او ویښته یې شاته تړلي و، زمونږ په لیدو یې وموسکل او سترګې یې وځلېدې.
د هغې ارامښت مونږ هم ډاډه کړو.
رغد په سختۍ خبرې کولی نو ځکه یې ترور راته کیسه کوله چې پر کورنۍ یې څه تېر شوي دي.
رغد د خپلی ترور خبرو ته غوږ وه یوازې هغه ځای کې د خپلې ترور خبرو منځ کې راولوېده، چې ترور یې ویل اووه کلنه ده خو دې ټینګار کاوه چې نه اته کلنه یم.
دا د یوې کورنۍ د تریخ داستان د اوریدو پر مهال ډېر لنډ بحث وو ،چې د دې او ترور تر منځ یې وشو او مونږ ورته غوږ وو.
رغد اوس له خپلې مور او پلاره بېله په یوه جلا هېواد کې ژوند کوي، هغې ته دومره موکه هم نه وه ورکړل شوې چې خپلې مور او پلار سره خدای پاماني وکړي.
له کوچني اختر دوه ورځې مخکې د اپریل پر ۱۹مه د لبنان ځواکونو د رغد پر کور چاپه ووهله.
د کورنۍ د اسنادو وخت یې پوره شوی و، له کوم خبر پرته یې هغوی ونیول او سوریې ته یې تبعید کړل.
پلار یې پر تلیفون مونږ ته وویل: "راته ویې ویل چې کالي واغوندئ او ګران بیه شیان مو له ځانه سره یوسئ."
شاوخوا سهار نهه بجې وې او رغد په ښوونځي کې وه. پلار یې مونږ ته وویل چې له ځواکونو یې غوښتنه وکړه چې د خپلې لور راتګ ته په تمه شي خو هغوی ورسره نه وه منلې.
رغد چې کله له ښوونځي کور ته راغله، د کور ور یې ټکاوه خو هېڅ چا ورخلاص نه کړ، په ژړا شوه.
هغې وویل: "زه ډېره وېرېدلې وم. یوې ګاونډۍ مې ترور ته غږ کړ چې له مونږ یو څه لېري اوسېده هغه په بېړه ورته راغله."
د هغې کورنۍ سوریه کې د جګړې د پیل راهیسې چې کابو دولس کاله کېدل وسېده.
رغد هم لبنان کې زېږېدلې ده، کورنۍ یې اصل کې د سوریې په شمال لویدیځ کې د ادلیب د ښار ده ،چې د جګړې یو مهم ځای او د یاغیانو پټنځای دی.
د رغد پلار چې دلته یې د خوندیتوب لپاره نوم نه اخلو وايي: "فکر وکړئ چې یوه هېواد کې تاسې ۱۲ کاله ژوند وکړئ او بیا داسی ترې و ایستل شئ، مونږ د بد امنیتي وضعیت له امله نه شو کولی چې بېرته خپل ښار ته ستانه شو."
د رغد کورنۍ خپلو خپلوانو سره د سوریې پایتخیت دمشق کې اوسېږي. ما وپوښتل چې آیا کورنۍ یې سوریې ته د رغد د بیولو په هڅه کې دي؟ خو هغوی راته وویل چې غواړي بېرته لبنان ته ستانه شي خو دا به اسانه نه وي.
د سوریې ضد احساسات
لبنان کې د سوریې ضد احساساتو کې زیاتوالی راغلی، او لبناني چارواکو هم منلې چې دوی غواړي کډوال بېرته خپلو کورنو ته ستانه شي.
د شمېرو له مخې لبنان اوس نړۍ کې د زیات شمېر کډوالو کوربه هېواد دی.
ملګرو ملتونو کې شاوخوا اته سوه زره سوري وګړي ثبت دي چې دغه هېواد ته کډه شوي دي.
لبناني چارواکي بیا اټکل کوي، چې د کډوالو اصلي شمېر د دې شمېرې پرتله دوه برابره لوړ دی.
تېرو لسیزو کې هم څو ځله د سوریې ضد احساسات راپارېدلي و او پر دوی یې قوانین او مقررات سخت کړي و.، خو دا ځل داسې ښکاري چې دوی هوکړه کړې سوریې کډوال خپلو کورنو ته بېرته ستانه کړي.
لبنانیان وايي، وروستیو کې سختو اقتصادي او مالیاتي ستونزو سره مخ دي او دوی نور نه شي کولی چې دومره زیات شمېر کډوال وساتي.
دوی همدا راز سوریایان د جنایاتو په زیاتوالي کې تورنوي.
دغو اعتراضونو سمه ییز چارواکي اړ کړي چې د سوريي وګړو لپاره مقررات سخت کړي.
د بیروت په غرونو کې د بیکفایا په نامه ښار د دوی پر تګ راتګ بندیز لګولی.
د دې ښار ښاروالې نیکول جمیل د هغې پالیسۍ په دفاع کې چې د بشر حقونو ډلې یې توکمپالنه بولي وايي: "هېڅ چا زمونږ په شان د سوریې وګړو هرکلی نه دی کړی."