تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د سوریې کډوال چې هېواد ته له ستنېدو وېرېږي
روان مارچ د سوريې جګړې اتم کال پوره کېږي، چې نيم ميليون وګړي په کې ووژل شول، او نژدې شپږ ميليونه نور يې په کې له خپلو مېنو وتلو او کډوالۍ ته اړ شوي وو. خو داسې حال کې چې سوريه کې جګړه پای ته رسېدونکې ښکاري، ډېر کډوال اوس غواړي بېرته خپل ټاټوبي ته ستانه شي، خو لا اوس هم د خپل خونديتابه په اړه وېرېږي، او دا چې څه ډول ژوند به ولري. د بي بي سي مېشل حسين د لبنان بقاع درې ته له هغو خلکو سره خبرو لپاره ورغلې وه، چې له خپل هېواده تښتېدلي، او لبنان ته يې پنا وروړې ده.