د لبنان - اسراییل پر پوله د ماین پاکولو عملیات

په لبنان کې، هره ورځ د ماین پاکۍ لوی عملیات روان وي. اصلي کار د لبنان او اسراییلو ترمنځ پر پوله راټول دی. دا ۱۲۰ کیلومترو سیمه ده چې له ماینونو ډکه ده.

د دې میاشت پر ۲۵مه د اوتاوا تړون له لاسلیک کېدو ۲۵ کاله پوره کېږي.

دا هغه نړیوال تړون دی چې له مخې یې پرسونل ضد ځمکني ماینونه منع دي، او د نړۍ د بې وسلې کولو تر ټولو بریالی تړون بلل کېږي.