پاکستان ته کډه شوې افغانه خبریاله: "خپل سره زر خرڅوم او ورځنۍ اړتیاوې مې پرې پوره کوم"

- Author, تورپېکۍ غرنۍ
- دنده, بي بي سي
د افغانستان په ګاونډ کې پاکستان اوس د هغو زرګونه افغانانو کوربه دی چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دغه هېواد ته کډه شوي دي.
دغو کسانو کې د خبریالانو او مدني فعالانو په ګډون نور هغه ګڼ افغانان شامل دي، چې د طالبانو تر واک لاندې خپل ژوند خوندي نه ګڼي.
بي بي سي یو شمېر هغو ښځینه خبریالانو سره چې د خپل سر د خوندیتوب لپاره پاکستان ته تللي او غواړي له دې لارې لویدیځو هېوادونو ته لاړې شي، خبرې کړي دي.
شمله مقصودي هغه افغان خبریاله ده، چې افغانستان کې یې بېلابېلو سیمه ییزو او نړیوالو رسنیو سره کار کړی، خو د جمهوریت له پرځېدو وروسته یې خپل کور او وطن پریښی او خپل مېړه او ماشومانو سره یو ځای پاکستان ته کډه شوې.
مېرمن مقصودي کال مخکې له افغانستانه د امریکا په تکل راوتلې، چې اوس پاکستان کې اوسېږي.
نوموړې وايي: "خپل وطن کې مو کور او ښه ژوند وو، هره ورځ به کار ته تلم او بېرته به خوشاله خپل کور او ماشومانو ته راستنېدم، خو چې طالبان راغلل او د ښځینه خبریالانو نیول او ځورول یې پیل کړل، زه په ځان ووېرېدم خپل کور مې ګرو کړ، ځان او خپلو ماشومانو ته مې پرې د پاکستان ویزې واخیستې او راووتو."
اغلې مقصودي ادعا کوي: "د بې کوره کېدو، جلا وطنۍ او در به درۍ لامل مو طالبان دي، که هغوی د ښځو حقونو ته ژمن وای، مونږ کډوالۍ ته نه اړ کېدو."
پاکستان کې مېشتې افغانې خبریالانې د یو اېن اېچ سي آر پر "بې غورۍ" نیوکه کوي او وايي، کارونه یې ځنډوي او ځینې کیسونه یې لا درکه کړي چې هېڅ حال یې نه دی مالوم.
یو این ایچ سي ار د دغو تورونو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دغه افغانې خبریالانې وايي، سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او له مالي پلوه یې هېڅ لاسنیوی نه دی شوی.
د مېرمن مقصودي په وینا: "د ویزو وخت مو پوره شوی، د بیا ترلاسه کولو غوښتنه مو کړې خو رد شوې، د کار کولو اجازه نه راکول کېږي، مېړه مې د سړک پر غاړه میوه خرڅوي خو د پاکستان پولیس یې هره ورځ په یوه او بله بهانه ځوروي او مزدورۍ ته یې نه پرېږدي."
سحر الکوزۍ یوه بله له همدغو افغانو خبریالانو ده چې بهر ته د تګ لپاره اړه شوې پاکستان ته لاړه شي.
هغه وايي: "نږدې یو نیم کال وشو چې پېښور کې اوسېږم، راتلونکی نامالوم دی سختو مالي ستونزو سره مخ یم، کله چې راباندې د کور کرایه، د برق پیسې او د ګازو پیسې راشي، نو حیرانه شم چې له کومه یې کړم په دې وخت کې چې بیا ناروغه هم شم نو ډېره راته سخته شي. خپل سره زر خرڅوم او ورځنۍ اړتیاوې مې پرې پوره کوم."
"د پېښور په څېر پښتنه ټولنه کې یوازې اوسېدل ډېر ګران دي"
د ۲۰۲۱ کال اګسټ کې پر افغانستان د طالبانو له ولکي وروسته، سحر اړه شوه چې خپله کورنۍ افغانستان کې پرېږدي او په یوازې سر د مساپرۍ دروند مسولیت ته اوږه ورکړي.
د پېښور په شان یوه ټولنه کې چې دود او کلتور پکې د عامو خلکو د باورونو مهمه برخه ده، د یوې نجلۍ یوازې اوسېدل له ننګونو خالي نه ښکاري.
سحر وايي: "له مور او پلاره بېلېدل او له کورنۍ جلا کېدل راته ډېره ګرانه وه خو له دې ورهاخوا په یوه پښتنه ټولنه کې د یوې نجلۍ یوازې اوسېدل چې هر ډول خلک درته په هره سترګه ګوري، دا کړاو څو برابره زیاتوي."

سحر چې یوولس کاله یې کابل کې رسنیو سره کار کړی، پخپله هم د سالو په نامه د یوې مجلې بنسټګره وه چې د ښځو اړوند مطالب به پکې خپرېدل.
خو د افغانستان پر واګو د طالبانو له ولکې وروسته اړه شوه چې هر څه پرېږدي او له هېواده ووځي.
"خپل وطن کې مو نور ځای نه کېده، ځکه اړې شوو چې پردي وطن ته مساپرې شوو"
سحر وايي پاکستان ته تګ یې "ډېر دردوونکی" او "ګران" سفر دی، خو له مجبورۍ یې له کوره د وتلو او د وطن پرېښودو پرېکړه کړې ده.
د هغې په وینا: "خپل وطن کې مو نور ځای نه کېده، ځکه اړې شولو چې خپل وطن پرېږدو او مساپرې شوو."
مېرمن الکوزۍ وايي، له کوره د وتلو پر مهال یې پاکستان ته د تګ قانوني اسناد نه لرل او د کوېټې له لارې په ناقانونه توګه دغه هېواد ته را اوښتې ده.
سره له دې چې پاکستان هغه کسان نیسي، چې قانوني اسناد نه لري خو دا وايي:" له دې کاره پرته یې بله لار نه لرله."
د سحر په څېر په سلګونه نورې د رسنیو ښځینه کارکوونکې او فعالانې اوس پاکستان کې لویدیځو هېوادونو ته د تګ لپاره د خپلو کېسونو نامالوم برخلیک ته په انتظار دي.
څرګنده نه ده چې د دغو کسانو کارونه ولې ځنډول شوي، خو بارو دا دی چې د انتقال پروسې لومړیو کې ځینې کسان د رسنیو د کارکوونکو او مدني فعالانو په نامه په جعلي اسنادو وتلي، چې له امله یې د یو اېن اېچ سي آر له خوا دا پروسه اوس یو څه ورو او د اسنادو څېړلو برخه کې غور زیات شوی دی.
سحر وايي: "د سخیتو او بدمرغیو ژوند دی، خو مونږ نه ماتیزو او مبارزه به کوو."









