ایلان مسک: ځینې وخت "د دفتر کتابتون کې وېده کېږم"

د ټوېټر څښتن ايلان مسک له بي بي سي سره په یوه ځانګړې مرکه کې د دې خواله رسنۍ پر بېلا بېلو مسایلو خبرې کړې دي.
دغه میلیاردر بي بي سي سره په ژوندۍ مرکه کې ویلي، ځینې وخت د دفتر کتابون کې خوب کوي.
"ځینې وخت د ټوېټر د مرکزي دفتر په اووم پوړ کې یوه کتابتون ته چې څوک نه ورځي، ورځم او خوب په کې کوم."
وروسته له هغه چې ایلان مسک ټوېټر وپېره، ځینو کارکوونکو یې داسې انځورو خپاره کړي وو، چې دفتر کې يې د خوب خونې جوړې کړې وې.
نوموړي د ټوېټر په مرکزي دفتر کې د زرګونو کارمنانو د لېرې کولو دفاع کړې او وايي، دا کار یې د لګښتونو د کمولو لپاره کړی دی.
پخوا په ټوېټر کې نژدې ۸۰۰۰ کسانو کار کاوه، چې اوس دغه شمېر ۱۵۰۰ ته راکم کړل شوی دی.
نوموړي تیر کال ټوېټر په ۴۴ میلیارده ډالره وپېره خو وايي، د دې شرکت اخیستل ورته "ډېر سخت و."

د عکس سرچینه، Getty Images
ښاغلي مسک ومنله چې دغه شرکت یې له مجبوریته اخیستی او د قاضي له پرېکړې نه شوای تېرېدای.
د دغه شرکت د پېرلو پرمهال، نوموړي هڅه کړې وه چې له اخیستو یې تېر شي خو خبره تر محکمې ورسېده.
نوموړي څو میاشتې وړاندې پر ټوېټر له یوې نظر پوښتنې وروسته ژمنه کړې وه چې دې شرکت ته به د ځان پر ځای بل څوک اجرایوي مشر ټاکي.
نوموړي په دغه مرکه کې په ټوکو وویل چې "سپی یې د ټوېټر اجرایوي مشري کوي."
تېره اوونۍ خپل لوګو یانښه هم له ابي رنګه مرغۍ نه د سپي نښې ته بدله کړه.






