تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د طالبانو حکومت ملګرو ملتونو ته: پر ښځو کاربندیز زموږ کورنۍ موضوع ده، باید ټول درناوی ورته وکړي
- Author, ملائکه احمدزۍ
- دنده, بي بي سي
د طالبانو حکومتي ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د طالبانو حکومت لخوا د ښځو پر کار بندیز د دوی "د کورني ارزښت یوه موضوع ده، چې ټول لوري باید ورته درناوی وکړي."
طالب چارواکي وايي:"اسلامي امارت نه غواړي ملګرو ملتونو ته خنډونه ایجاد کړي، بلکې واضح کولی غواړي، چې دا د افغانستان یوه کورنۍ ارزښتي موضوع ده چې بل چا ته هیڅ ستونزه نه جوړوي او باید ټول لوري ورته درناوی وکړي. "
دا لومړی ځل دی چې طالبان د ملګرو ملتونو پر ښځینه کارکوونکو له بندیز وروسته غبرګون ښي.
ذبیح الله مجاهد زیاتوي، حکومت یې ملګروملتونو ته نه خنډ کېږي او ترڅنګ یې ښاغلی مجاهد د بشري ناورین پړه په هغو لورو وراچوي چې د طالبانو پر حکومت یې بندیزونه لګولي دي.
د طالبانو ویاند په مالي او بانکي سیستم باندې بندیزونه او د دوی پر چارواکو سفري بندیزونه د بېلګې په توګه یاد وي.
د طالبانو حکومت افغانستان کې د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو کې د ښځو پر کار بندیز تېره اوونۍ ولګاوه.
خو ملګري ملتونه د ژوند ژغورونکو مرستو د رسونې په ګډون د دې ټولنې په چارو کې د ښځینه کارمنانو ونډه اړینه ګڼي او د دوی اړوندو ادارو سره د افغان ښځو پر کار بندیز غندي.
هغه مهال د بندیز له اعلان وروسته یوناما وویل: "دا بندیز د ملګرو ملتونو د منشور په ګډون د نړیوالو قوانینو له مخې غیرقانوني دی، نو په دې توګه يې ملګري ملتونه نشي منلی."
ملګري ملتونه افغانستان کې د ژوند ژغورونکي بشردوستانه فعالیت ترڅنګ د نړیوالې ټولنې او طالبانو ترمنځ د اړیکو د پل په توګه فعالیت کوي.
دې اړخ ته په کتو شنونکي وايي، د طالبانو حکومت پر افغان ولس او په ځانګړي ډول په ښځو بېلابېل بندیزونه لګوي او دا په نړیوالو د فشار په توګه کاروي.
دوی وايي، طالبان غواړي له همدې لارې خپل حکومت په نړیوالو ومني او د رسمیت ترلاسه کولو ترڅنګ د خپلو چارواکو له سره سفري بندیزونه هم لري کړي.
خو ځینې شنونکي وايي، پر طالب چارواکو بندیزونه د بشري حقونو په برخه کې د دوی د ځپونکو تګلارو له کبله لګول شوي او دا هم یو باور دی چې نړیوال ښايي دا بندیزونه د فشار د یوې وسیلې په توګه کاروي.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر هم ویلي و، د طالبانو واکمن چارواکي ګواکې د دغه بندیز له لارې هڅه کوي چې "ملګري ملتونه دې ته اړ باسي چې د افغانانو د ملاتړ لپاره د پاتې کېدو او خدماتو د وړاندې کولو، او د هغو نورمونو او اصولو ترمنځ چې موږ یې د ساتنې دنده لرو، یو ډارونکې انتخاب وکړي."
د طالبانو حکومت د ښځو په تعلیم او کار بندیز خپل کورنی ارزښت ګڼي او هیله لري چې ټول لوري ورته درناوی وکړي خو بلخوا ملګري ملتونه ښځو او نارینو ته یو ډول د کار او تعلیم حق ورکول خپل نړیوال ارزښت ګڼي او له طالبانو غواړي چې درناوی ورته وکړي.
د دوی دواړو خواو ترمنځ یادې ظاهري ستونزې کړکېچ رامنځته کړی چې افغانستان کې یې پر بد بشري ناروین لا ناوړه اغیز کړی دی.
د طالبانو حکومت لخوا په ټوله کې ښځو ته د کار اجازه نه ورکول په هغو کورنیو ډېر ناوړه اغېز کوي چې نارینه ګټیالی نه لري او یا هم د کورنۍ مسوله کونډه وي.
افغانستان کې د کونډو کره شمېره معلومه نه ده خو د ۲۰۱۷ کال په ځینو څېړنو کې یې شمېر دوه نيم ميليون ښوول شوی او د رسنیو رپوټونو له مخې ډېرو یې هغه مهال لا سخت د بېوزلۍ ژوند تېراوه.
بي بي سي تېر کال د کونډو نړیوالې ورځې په مناسبت چې د جون په ۲۳مه لمانځل کېږي، یو رپوټ خپور کړی چې د یوې افغانې کونډې په دې لاندې خبرو پیل شوی.
"طالبانو ته چې ورشې چې کونډه یم، بې سرپرسته یم، یا کار راکړئ او یا مرسته وکړئ. راته وايي، ولې مېړه نه کوې؟ لوڼې دې ورکړه. چا ته دې ساتلې دي؟ دوی سره هېڅ خبره نه کېږي."
دا د درېیو لوڼو یوې کونډې مور سکینې خبرې دي چې د افغانستان په تېر نظام کې ښوونکې وه خو اوس یې دنده له لاسه ورکړې ده. وايي، نه یې جمهوري نظام نه خاص خېر لیدلی او نه یې اوسني نه تمه شته.
نوموړې مور ویلي:" که تېر نظام کې فساد هم و خو کار و. د چا د کار مخه یې نه نېوله. که مېړه مې له لاسه هم ورکړی و خو د معلمۍ هماغه شپږ-اووه زره معاش باندې ګوزاره کېدله، چا ته مې لاس نه ورغځېده".
طالبان که له یوې خوا ښځې له تعلیم او کاره منع کوي له بلې خوا داسې منظم حکومتي سیستم نه لري چې بې وزله کورنۍ یا په ځانګړې ډول هغه ښځې او کونډې چې له کاره یې منع کړې دي، د اړتیاوړ وړیا درملنه، وړیا سرپناه او وړیا خوراکي توکي ورته چمتو کړي او دا د هر انسان ژوندي پاتې کېدو لومړنۍ اړتیاوې دي.
طالبان تل وايي، چې پر ښځو یې د کار او زدکړو بندیز "لنډمهالی" دی او "مناسب چاپیریال" ورته چمتو کوي خو تر دې دمه یې کوم ښکاره عملي ګام نه دی پورته کړی.