کرېکټ؛ د افغانستان او پاکستان لوبډلمشرانو نن د جالبې سیالۍ وړاندوینه کړې

د کرېکټ نړیوالو شل اوریزو لوبو لړۍ کې نن (مارچ ۲۴مه) په شارجه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لوبو لړۍ پیلېږي. نننۍ لوبه د شارجې په نړیوال لوبغالي کې پلان ده چې د افغانستان په وخت ماښام مهال ۸:۳۰ پیلېږي.

د پلان له مخې د شل اوریزو سیالیو په دې لړۍ کې به درې لوبې کېږي چې دویمه به یې د مارچ پر ۲۶ مه او وروستۍ هغه به یې د مارچ پر ۲۷ مه کېږي.

د نننۍ لوبې له پیله مخکې د افغانستان او پاکستان لوبډلمشران د 'جمعې' په ورځ خبري غونډه کې راڅرګند شول او د دغې سیالیو لپاره د چمتو شوې جام پراېنسته یې هم وکړه.

افغان لوبډلمشر راشد خان د پاکستان خلاف لوبو ته د بشپړ چمتوالي ډاډ څرګند کړ او په وینا یې "لوبغاړي له لیګونو او تمریناتي کمپونو له ښو تجربو سره راغلي."

راشد خان پدغې خبري غونډه کې راتلونکي اسیایي او نړیوالو جامونو ته د لوبډلې د چمتوالي یادونه هم وکړه او ویي ویل له هغې مخکې دا ډول سیالۍ خورا مهمې دي.

د پاکستان لوبډلمشر شاداب خان وویل دغې لوبلړۍ ته له ځوانې او له انرژي ډکې لوبډلې سره راغلی او په وینا یې هیله لري چې ښې لوبې به وکړي.

په همدې ترڅ کې د افغانستان کرېکټ لوبډلې مرستيال روزونکي رئیس احمدزي ویلي ، د نړیوالې درجه بندۍ لپاره دوی ته دا لوبې خورا مهمې دي.

د لوبلړۍ ځانګړنې

دا لوبې د افغانستان په کوربه توب کېږي او ټولې مدیریتي چارې هم افغان کرېکټ بورډ ته ورترغاړې دي.

د افغانستان او پاکستان تر منځ دا لومړی ځل دی چې دری پرلپسې شل اوریزې سیالۍ کېږي ځکه نو دواړه لوبډلې به لږ تر لږه د دوه لوبو ګټلو پوره هڅه کوي چې لوبلړۍ یا خپلمنځي لومړۍ جام پخپل نوم کړي.

اتله لوبډله به د کوم افغان په لاس جوړ لومړی داسې جام تر لاسه کوي چې له افغاني غالیو جوړ دی.

دواړو غاړو په لوبډلو کې ځوانانو ته د چانس ورکولو یادونه کړي او پاکستان خو ان ویلي ۴ نوې لوبغاړي به نن نړیوال لوبیز کریر پیل کړي.

دغو لوبو ته د ځانګړو امنیتي تدابیرو هم ویل شوي دا ځکه چې له دې وړاندې د افغانستان او پاکستان تر منځ لوبې له خورا جوش سره ملې وې او وخت نا وخته د نندارچیانو تر منځ د اخ و ډب رپورټونه هم ورکړل شوي.

پروسږ کال په متحده عربي اماراتو کې د پاکستان او افغانستان لوبې نندارچیانو تر منځ شخړې ته په کتو سره منتظمینو پرېکړه کړې چې تازه سیالیو کې به د دواړو لوبډلو مینه وال په لوبغالي کې له جلا ځایو لوبه ګوري.

پاکستان په دې لوبو کې بابر اعظم، شاهین اپریدي او محمد رضوان نه دي شامل کړي.

پاکستان کرېکټ چارواکي وايي، دغه لوبغاړي یې ځکه نه دي شامل کړي، چې غواړي هغوی دمه وکړي. له دې لوبو مخکې د پاکستان سوپر لیګ (پي سي ایل) سیالیو کې د پاکستان او افغانستان یو شمېر لوبغاړو ګډون درلود چې پر دې سیالیو به هم اغېز ولري.