کرېکټ: افغانستان له پاکستان سره تمریناتي لوبه کوي

    • Author, ګوربت ننګيال
    • دنده, بي بي سي لندن

د کرېګټ نړيوالې شورا د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام لپاره د یو شمېر تمریناتو لوبو مهالوېش اعلان کړی.

د دې مهالوېش له مخې به افغانستان د روان کال د می میاشتې پر ۲۴مه نېټه له پاکستان او د می پر ۲۷نېټه له کوربه هېواد انګلنډ سره يوه يوه تمريناتي لوبه کوي.

د افغانستان او پاکستان لوبه به برېسټل ښار کې او د افغانستان او انګلنډ لوبه به په لندن کې ترسره کېږي.

د کرېکټ نړيوالې شورا د مهالوېش له مخې د نړیوال جام ټولې لس لوبډلې به دوه دوه تمریناتي لوبې کوي.

تر دې مهاله افغان لوبډلې له پاکستان سره دوې يو ورځنۍ لوبې کړې دي چې دواړه يې بايللې او له انګلنډ سره یې يوه لوبه کړې او هغه يې هم بايللې ده.

په دې سياليو کې به پاکستان لومړۍ لوبه له افغانستان او دويمه له بنګله دېش سره کوي.

په نورو تمرینانو لوبو کې به هند له بنګله دېش او نیوزیلنډ سره مخامخ کېږي.

کوربه هېواد انګلنډ به اسټرالیا او افغانستان سره لوبې ولري، او د اسټرالیا دویمه تمریناتي لوبه به له سریلانکا سره وي.

د نړيوال جام راتلونکې سيالۍ چې د مې پر ۳۰ نېټه په بريتانيا کې پيلېږي، افغانستان خپله لومړۍ سيالۍ د جون پر لومړۍ نېټه له اسټراليا سره کوي.