تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کرېکټ پايلوبه: افغانستان پاکستان ته ۲۴۹ مڼدې هدف وټاکه
د افغانستان د کرېکټ ۱۹ کلنې لوبډلې په مالیزیا کې د اسیا کپ روانو اتلولیو پایلوبه کې پاکستان ته د ۲۴۹ منډو هدف وټاکه.
لوبه د یکشنبې په ورځ پیل شوه، له پچې اچولو سره افغان لوبغاړو توپوهنه او سیالې لوبډلې یې توپ اچونه پیل کړه.
افغان لوبډلې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره په ۵۰ اوره لوبه کې ۲۴۸ منډې جوړې کړې.
په افغان لوبغاړو کې اکرام علي خېل د ۱۰۷ منډو په جوړولو سره سلیزه وکړه او ښه وځلېد.
رحمن الله ګوربز ۴۰، ابراهیم ځدراڼ ۳۶ او درویش رسولي ۱۸ منډې وکړې.
په دې سیالیو کې افغانستان نیپال ته په ماتې ور کولو سره پایلوبې ته ووت.
محمد موسی ۳ ویکټې واخیستې او شاهین شاه افریدي ۲
له هغه مخکې افغان لوبډلې خپله لومړۍ لوبه له پاکستانه ګټلې، دویمه یې سري لانکا ته بایلوده، خو درېیمه یې له اماراتو په لوی توپیر وګټله.
د افغانستان لپاره د اسیا جام پایلوبې ته وتل هم تاریخي بری دی، ځکه لومړی ځل دی چې افغانستان د دغه اتلولیو پایلوبې ته وتلی.