تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
''د افغان ۱۹ کلنو کرېکټ لوبډلې په مقابل کې د پاکستانۍ لوبډلې ماتې نه شم هضمولای''
د اسیا جام سیالیو په لړ کې د افغانستان د ۱۹ کرېکټ ملي لوبډلې پخپله لومړۍ لوبه کې پاکستانۍ لوبډلې ته په اوو ویکټو حیرانونکۍ ماتې ور کړې.
د پاکستان لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اوورنو کې ایله ۵۷ منډې جوړې کړې او په ځوابي لوبه کې افغان لوبډلې د درېیو لوبغاړو له لاسه ور کولو سره د لسم اوور په لومړي توپ بریا ته ورسېده.
پر خواله رسنیو دغې بریا او ماتې ډېر خلک د نظر څرګندونو ته اړ کړي. دغو څرګندونو کې نه یوازې د کرېکټ مینه والو برخه اخیستې، بلکې خپله کرېکټ لوبغاړو، چارواکو او ان سیاستوالو هم په کې خپل خوښې یا خواشینې نه ده پټه کړې.
د پاکستان دولتي ټلویزیون لوبو برخې خبریاله فضیله سبا د خپل هېواد د لوبډلې دغې ماتې پاکستان کې د کرېکټ راتلونکي ته اندېښمنه کړې ده او پر ټویټر پاڼه یې خپله خواشیني له نورو سره څرګنده کړې ده.
افغان لوبغاړي مجیب ځدران د پاکستانۍ لوبډلې د شپږو لوبغاړو په سوځولو د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو او ښايي دغه مخکښتوب یې اجرايي رییس عبدالله عبدالله خوښ کړی دی، چې پر ټویټر پاڼه یې د لوبې هر ډګر کې د افغان (زلمیانو) فعالیت ستایلی دی. ښاغلي عبدالله ویلي ''موږ غښتلي یوو ''
د پاکستان لوري ته بیا ځینو په ډاګه ویلي، چې د خپلې لوبډلې ماتې ورته د زغملو نه ده. د لوبو یوه مینه وال حسنین شاه پر ټویټر پاڼه لیکي، چې د افغانستان ۱۹ کلنو پر وړاندې د پاکستان ۱۹ کلنو ماتې نه شي 'هضمولای. '
افغان کرېکټ لوبغاړی حمید حسن بیا د افغانانو دغې بریا راتلونکي ته هیله من کړی او وايي ' ګټونکي تاریخونه لیکي '
اردو پواینټ نومې انټرنېټي پاڼې د افغان ۱۹ کلنو پر وړاندې د پاکستان ۱۹ کلنو لوبه له لومړي سره مایوسونکې بللې او دا یې د پاکستان لوبډلې لپاره یوه 'شرمونکې ' ماتې بللې ده.
د اسیا جام دغه سیالۍ د اندونیزیا پلازمېنه جکارتا کې روانې دي او افغانستان او پاکستان یې په 'ب ' ګروپ کې سیالۍ کوي.
سبا د نومبر پر ۱۱ نېټه به افغان لوبډله له سریلانکايي سیالانو سره مخامخ شي.